د پاکستان فیصل آباد کې ترافیکي پېښې ۱۸ کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان کې لویې لارې د مسافرو د تګ راتګ لپاره خوندي نه دي، په ۲۰۱۳ کال د پاکستان پر لویو لارو د ټکر له کبله تر ۴۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي وو.

د پاکستان پنجاب ایالت فیصل آباد پولیس وايي، یو مسافر وړونکی بس له یوه ټرېلر سره ټکی شوی، چې لږترلږه ۱۸ کسان پکې مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

پولیس وايي، په ټپیانو کې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

فیصل آباد کې پولیسو ویلي، پېښه د چارشنبې په ګهیځ وختي داسې مهال وشوه، چې مسافر وړونکی له یوه مخامخ راتلونکي ټرېلر سره ټکر شو.

پولیس وايي، بس لاهور ته روان و.

د پولیسو په وینا، مړه شوي او ټپیان د فیصل آباد الایډ روغتون ته وړل شوي.

یوه بل جګپوړي پولیس ویلي، په پېښه کې ۱۸ کسان وژل شوي، چې دوه پکې ښځې او دوه ماشومان دي.

د فیصل آباد ښار ته څېرمه د یوه روغتون ډاکټر نعیم هاشمي ویلي، د دوی روغتون ته ۱۵ ټپیان وروړل شوي، چې د دوو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

د انځور حقوق EPA
Image caption پولیس وايي، بس لاهور ته روان و.

پاکستان کې لویې لارې د مسافرو د تګ راتګ لپاره خوندي نه دي، په ۲۰۱۳ کال د پاکستان پر لویو لارو د ټکر له کبله تر ۴۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي وو.