کراچۍ کې د قاضي تېروتنې ګرنیټ وچووه

د انځور حقوق
Image caption له چاودنې وروسته پولیسو وویل، ګرنیټ باید محکمې ته له وړل کېدا مخکې باید شنډ کړل شوی وای.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې هغه مهال د محکمې د ننه یو ګرنیټ وچاود، چې قاضي له پولیس وغوښتل، ګرنیټ پرانیزي چې آیا رښتیا ګرنیټ دی او که نه.

دغه ګرنیټ محکمې ته د تورن د مجرم ثابتولو لپاره وړل شوی و.

وايي، کله چې پولیس د ګرنیټ د پرانیستلو هڅه وکړه، هغه وچاود او د پولیس په ګډون یې درې کسان ټپیان کړل.

تورن کس، چې ګرنیټونه ورسره نیول شوي وو، د وژنو د هڅو په تور نویل شوی و.

له چاودنې وروسته پولیسو وویل، ګرنیټ باید محکمې ته له وړل کېدا مخکې باید شنډ کړل شوی وای.

د انځور حقوق
Image caption د ګرنیټ چاودلو درې کسان ټپيان کړل

ورته مطالب