سوریه کې پارلماني ټاکنې، خو مخالفان یې ناقانونه بولي

د انځور حقوق Reuters
Image caption له ۲۰۱۱ کال راهیسې په سوریه کې د جګړې په پیلېدو راهیسې دا دویمې ټاکنې دي، چې ۱۱۳۴۱ نوماندانږ پکې د پارلمان ۲۵۰ څوکیو ګټلو ته ځانونه کاندي کړي وو، چې یوازې ۳۵۰۰ یې د رای اخیستو وړ وګڼل شول.

په داسې حال کې چې د سوریې د پوځ تر کنټرول لاندې سیمو کې پارلماني ټاکنو ته رای اچونه پیل شوې ده، مخالفو ډلو دغه ټاکنې 'ناقانونه' ګڼلې دي.

د رای اچولو مرکزونه پر ځايي وخت د چارشنبې په ورځ (اپریل ۱۳مه) ګهیځ په اوو بجو د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې پرانیستل شول.

په دغو سیمو کې د سوریې له ټول ټال وګړو شاوخوا ۶۰ سلنه اوسېږي.

دا رای اچونې په ژنیوا کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د سولې د خبرو له نوي پړاو پیلېدو سره هم مهاله پیل شوې دي، چې په لړ کې یې د سوریې پنځه کلنۍ کورنۍ جګړې ته د سولې حل لارې لټول کېږي.

د بشار الاسد د راتلونکي او برخلیک په اړه اختلافونو خبرې ټکنۍ کړې دي.

اټکل دی چې په دې ټاکنو کې د 'بعث' واکمن ګوند پارلمان کې ډېری څوکۍ وګټي، خو ځینو نورو ګوندونو هم ظاهراً ګډون کړی دی.

د انځور حقوق

له ۲۰۱۱ کال راهیسې په سوریه کې د جګړې په پیلېدو راهیسې دا دویمې ټاکنې دي، چې ۱۱۳۴۱ نوماندانږ پکې د پارلمان ۲۵۰ څوکیو ګټلو ته ځانونه کاندي کړي وو، چې یوازې ۳۵۰۰ یې د رای اخیستو وړ وګڼل شول.

'د مقاومت ټاکنې'

د 'بعث' واکمن ګوند دا ټاکنې 'د مقاومت ټاکنې' بللې دي.

د سوریې حکومت ټینګار لري چې دا ټاکنې قانوني او د اساسي قانون مطابق دي، او د ژنیوا له خبرو سره هېڅ تړاو نه لري.

خو د حکومت مخالفین وايي، ټاکنې ناقانونه دي، ځکه یوازې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې ترسره کېږي.

لوېدیځ سیاستوالو او سوري مخالفانو دا ټاکنې 'شرموونکې' بللې دي، چې د سولې بهیر له خنډ سره مخامخوي.

په دې خبرو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفین دی میستورا هم ګډون لري.

ملګرو ملتونو تر اوسه د خبرو دقیق وخت نه دی ټاکلی، خو اټکل دی، چې د چارشنبې په ماښام ناوخته پیل شي.

د انځور حقوق Getty

د سوري مخالفانو د پلاوو غړي د سې شنبې په ورځ ژنیوا ته د ډګروال اسعد الزعبي په مشرۍ رسېدلي، او نور پلاوي به هم خبرو ته حاضر شي.

د سوریې حکومت ویلي، د خبرو لپاره یې پلاوی د جمعې په ورځ ګهیځ ګډون کولو ته چمتو دی، خو چې پارلماني ټاکنې پای ته ورسېږي.

د انځور حقوق SANA
Image caption لوېدیځ سیاستوالو او سوري مخالفانو دا ټاکنې 'شرموونکې' بللې دي، چې د سولې بهیر له خنډ سره مخامخوي.

ورته مطالب