چین کې د کرېن لوېدو ۱۸ کسان وژلي

Image caption کرېن له کانتینرونو په جوړې شوې ودانۍ ورلوېدلی.

د چین په ګوانګدونګ ولایت کې د تېز باد له کبله یو کرېن لوېدلی، چې لږترلږه ۱۸ کسان یې وژلي دي.

په دانګګوان ښار کې چارواکو د چین حکومتي خبري اژانس شینخوا ته ویلي، کرېن په دوه پوړیزې ودانۍ چپه شوی، چې په سمندر کې له لېږدېدونکو کانتینرو جوړه شوې وه.

لاو بین وايي، د پېښې پرمهال په ودانۍ کې د ودانیزو چارو ۱۳۹ کارکوونکي وو.

پېښه د چارشنبې پر ګهیځ وختي شوې ده.

له پېښې ډېری کارکوونکي تښتېدلي، خو تر پنجشنبې ورځې پورې ۱۸ نور کارکوونکي لاهم په روغتون کې وو.

Image caption ویل کېږي تېز بادونه د کرېن د لوېدو لامل شوی
Image caption سیمه ییز چارواکي وايي، د پېښې پلټنه یې پیل کړې
Image caption ویل کېږي د څلورو ټپي شویو کارکوونکو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی

ورته مطالب