د بلجیم د ترانسپورت وزیرې استعفا وکړه

د انځور حقوق AP

د بلجیم د ترانسپورت وزیرې ژاکلین ګالانت د بروکسل هوایي ډګر امنیت ساتلو کې د پاتې راتلو تورونو له امله استعفا وکړه.

د تېرې میلادې میاشتې په وروستیو کې د بروکسل په هوایي ډګر او د میټرو په تمځای کې د ځانمرګو بریدونو له امله ۳۱ کسان ووژل شول او نژدې ۳۰۰ نور ټپیان شول.

مېرمن ګالانت د هوایي ډګر امنیت ساتلو کې د امنیتي ځواکونو د بې کفایتۍ په تړاو د اروپایي ټولنې لخوا محرم رپوټ تر خپرېدو وروسته، اړ شوه چې له خپلې دندې لاس واخلي.

دا محرم رپوټ د بلجیم د دوو مخالفو ګوندونو لخوا افشا شو.

د بلجیم لومړي وزیر چارلز میشل وړاندې له مېرمن ګالانت نه د دفاع ترڅنګ ویلي وو چې هغه پارلمان ته ویلي د اروپایي ټولنې انتقادي رپوټ يې نه دی لیدلی.

په دغه راپور کې د بروکسل هوایي ډګر په امنیتي اقداماتو کې غفلت او همداراز د خوندیتوب تفتیشونو په برخه کې کمبودیو ته اشاره شوې ده.

ددې بریدونو پروړاندې د بلجیم پولیسو غبرګون هم له پراخو نیوکولو سره مخ شو.

د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې ددې بریدونو مسوولیت ومانه.

ورته مطالب