جاپان کې 'د نورو زلزلو رامنځته کېدو' اندېښنې

د انځور حقوق EPA

جاپان کې د بشري مرستو رسوونکې یوې ادارې ددې هېواد د سوېل ختیځ سیمو له نژدې ۲۵۰ زره اوسېدونکو چې وړاندې د دوو زلزلو شاهدان وو، غوښتی چې خپل کورونه پرېږدي.

دا خبرداری وروسته له هغه ورکول کېږی چې په سیمه کې د نورو زلزلو د رامنځته کېدو وېره شته.

د جاپان د زلزلې ارزونې اژانس خبرداری ورکړی چې ښایي په نژدیو ورځو کې لا ډېرې زلزلې دا سیمې ولړزوي.

د جاپان د سره صلیب سازمان سلاکار ناکویی کوکووا بي بي سي ته وویل، سیمې ته د بشري مرستو لا ډېرې ډلې استول شوي دي.

اوسمهال په سیمه کې نژدې ۳۰ زره مرسته کوونکي چې امنیتي سرتېري هم په کې دي، زلزله ځپلو خلکو ته پر مرستې رسونې بوخت دي.

په تېرو پنځو ورځو کې د جاپان په سوېل ختیځ کیوشو ټاپو کې دوه ځلې زلزله شوې چې لږ ترلږه ۴۲ کسان یې له امله مړه شوي دي.

له سیمې د ورکړل شویو راپورونو له مخې ددې دوو زورورو زلزلو له امله لږ ترلږه ۱۰۰۰ کسان د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې شوي دي. همداراز ودانیو، سړکونو او ارتباطي پلونو سخت زیان لیدلی دی.

د جاپان دولتي ټلویزیون ان ایچ کې د جاپاني چارواکو په حواله رپوټ ورکړی چې د ۱۱ کسانو د وضعیت په اړه لا هم معلومات نشته.

ورسره راپور ورکړل شوی چې د جاپان سهامو قیمت د زلزلې د اقتصادي اغیز له امله پرېوتی دی.

د راپورونو پر بنسټ د جاپان یو شمېرو ډېرو تولید کوونکو کمپنیو لکه سوني، هوندا، توییتا اړ شوي چې خپلې کارخانې بندې کړي چې ورسره ددې کمپنیو لخوا د توکو عرضې ته زیان اړولی دی.