امریکا متحده ایالتونه 'سوریې ته ۲۵۰ نور سرتېري لېږي'

د انځور حقوق Reuters

د امریکا ولسمشر بارک اوباما چې اوسمهال په جرمني کې دی، ټاکل شوې ده سوریې ته د ۲۵۰ نورو امریکایي پوځيانو د استولو اعلان وکړي، ترڅو له اسلامي دولت (داعش) ډلې سره جګړه کې د سوري اورپکو ملاتړ وکړي.

امریکایي چارواکي وایي، ددې کار هدف دا دی چې عربي سني هېوادونه وهڅوي ترڅو د سوریې په شمال ختیځ کې له کردي ځواکونو سره لاس یو کړي. د امریکا نویو سرتېرو رسېدو سره به سوریه کې د هغوی شمېر چې جګړه ییز رول نه لري ۳۰۰ ته ورسېږي.

ښاغلي اوباما وړاندې له بي بي سي سره مرکه کې سوریې ته د ځمکنیو سرتېرو استول رد کړي و.

هغه وویل، "د سوریې زړه بوږنوونکی وضعیت چې ډېر پېچلی دی"، یواځې پر پوځي سرتېرو د حل وړ نه ده.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې سوریې ته د استول کېدونکو سرتېرو ډېره برخه به کومانډو وي، خو په دې کې به طبي او لوجستیکي پرسونل هم شامل وي.

ټاکل شوې دا خبره ښاغلی اوباما نن (دوشنبې) د جرمني په هانوفر کې اعلان کړي، چېرته چې د سوریې او بهرني سیاست نورو مسایلو په اړه د اېټالیا، برېټانیا، المان او فرانسې له مشرانو سره خبرې وکړي .

ښاغلي اوباما د یکشنبې په ورځ وویل، هغه په سوریه کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو ډېر اندېښمن دی. مخالفین دولتي ځواکونه د اوربند په ماتولو تورنوي چې د امریکا او روسیې په منځګړتوب ترلاسه شوی و.

'امن سیمې'

ښاغلي اوباما سوریې ته د ځمکنیو سرتېرو استولو د غوښتنو پروړاندې مقاومت کړی، هغه هېواد چې په تېرې پنځه کلنې کورنۍ جګړه کې پکې تر ۲۵۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

نژدې ۱۱ میلیونه سوریایان د جګړو له امله بېځایه شوي دي چې زیات شمېر یې د اروپا لور ته روان دي.

دا کړکېچ پر اروپایي چارواکو د فشار ډېرېدو لامل شوی دی. د المان لومړۍ وزیرې انګېلا میرکل د یکشنبې په ورځ له ښاغلي اوباما سره د کتنې په ترڅ کې ښکېلې خواوې وهڅولې چې د ملکي خلکو د ساتنې لپاره امن سیمې رامنځته کړي.

هغې هیله وښوده چې ښایي پردې طرحې په نهایت کې په جنیوا کې د سولې خبرو اترو په ترڅ کې هوکړه وشي.

ښاغلي اوباما وویل، د امن سیمو رامنځته کولو طرحه به له لوی پوځي تعهد پرته "ډېره ستونزمنه" وي.

داعش ډلې په دې وروستیو کې په سوریه کې د خپل کنټرو لاندې ځینې سیمې له لاسه ورکړي دي. دوی په دې وروستیو کې له تدمر ښار او د ښار له لرغونې سیمې شاته وتمبول شول.

دې ډلې ته همداراز په عراق کې هم درانه زیانونه اوښتې دي، د انبار ولایت رمادي ښار یې له لاسه ورکړی دی.

امریکا په سوریه او عراق کې ددې ډلې پرضد ایتلاف رهبري پرغاړه لري.

اوباما د یکشنبې په ورځ له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل، "دا به تېروتنه وی چې امریکا یا برېتانیا ... د بشار الاسد د رژیم ړنګولو لپاره دې هېواد ته ځمکنۍ قواوې واستوي."

ورته مطالب