مشهور امریکايی سندرغاړی پرېنس ۵۷ کلنۍ کې ومړ

د انځور حقوق AFP

پرېنس چې د "سول او فانک" موسیقۍ د اسطورې په توګه یادېږي په ۵۷ کلنۍ کې د امریکا په مینېسوتا ایالت کې په خپل کور کې مړ شوی دی.

دا خبر وروسته له هغه تایید شو چې پولیس او امبولانس د پنجشنبې په ورځ سهار د هغه د اوسېدو سیمې پیزلي پارک ته بلل شوي وو.

د امبولانس مامورینو په سیمه ییز وخت سهار ۱۰:۰۷ هڅه وکړه هغه ته په سي پي آر نجات ورکړي، خو بریالي نشول.

د پرېنس یوه ویاند وویل: "په ډېرې خواشینۍ سره تاییدوم چې پرېنس راجرز نلسون، اسطوره یی او وتلی سندرغاړی مړی شوی دی. اوسمهال د مرګ په اړه ډېر جزییات نشته."

د تبلیغاتي مدیر په وینا، پرېنس په دې وروستیو کې ناروغ و او له همدې امله یې خپل دوه کنسرټونه لغوه کړي وو.

په همدې اړه د روانۍ اونۍ د شنبې په ورځ د هغه د ناروغۍ د زیاتوالي له امله د هغه لېږدوونکی ځانګړی جټ اړ شو چې بیړنۍ ناسته وکړي.

ویل شوي چې هغه په یوه ډول انفلونزا اخته شوی و، که څه هم په دې تړاو لا رسمي رپوټ نه دی خپور شوی.

پرېنس په ۸۰مه لسیزه کې د ۱۹۹۹، ارغواني باران (Purple Rain) او د لرغونو وختونو نښې (Sign O' the Times) په نوم البومونو سره د موسیقۍ په ډګر کې ډېر مشهور شو.

د هغه کارونو کې بېلابېلې موسیقۍ لکه راک، فانک او جاز شاملې وې او د خپل هنري فعالیت کلونو په اوږدو کې د هغه له ۱۰۰ میلیونو ډېر البومونه خرڅ شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption پرېنس په ۲۰۰۷ کال کې د امریکايي فوټبال (سوپربول) وروستۍ سیالۍ کې د سندرو ویلو پرمهال.

پرېنس د موسیقۍ په نړۍ کې له هغو کسانو و چې ددې هنر په ډېرو برخو کې لکه سندرو ویلو، موسیقي غږولو او سندرو جوړولو کې فعالیت درلود.

پرېنس په ۱۹۵۸ کال کې زېږېدلی و او له ځوانۍ ترانه ویونکی او ممثل و. ویل کېږي چې هغه خپله لومړنۍ سندره په اووه کلنۍ کې ولیکله.

هغه په خپل هنري ژوند کې له ۳۰ ډېر البومونه جوړ کړل. تر ټولو مشهور یې "راځه لېونتوب وکړو" (Let's Go Crazy) او "کله چې کوترې ژاړي" (When Doves Cry) وو.

هغه همداراز نورو هنرمندانو ته هم ترانې ولیکلې. د "هېڅ شی له تا سره د پرتلې وړ نه دی" (Nothing Compares To You) سندره چې ایرلنډي سندرغاړي شنید اوکانر وویله، هم پرېنس جوړه کړې وه.

او همچنین برای سایر هنرمندان ترانه‌سرایی می کرد. آهنگ معروف "هیچ چیز با تو قابل مقایسه نیست

هغه په ۱۹۸۴ کال کې د ارغواني باران فلم کې د سندرې له امله اسکار جایزه وګټله. هغه خپله په دې فلم کې برخه اخستې وه.

د پرېنس تازه البوم "هیت اېنډ ران، دویمه برخه" وه چې تېر کال بازار ته ووته او تر دې تېرې اونۍ پورې یې اجرا کوله.

د هغه مړینه په ټولنیزو شبکو کې د خلکو او هنرمندانو له غبرګونه سره مخ شوی دی.

مدونا چې د لنډې مودې لپاره د پرېنس ملګرې وه، هغه یې داسې فکر سړی یاد کړ چې نړۍ یې بدله کړه.

انګلیسي سندرغاړي بوی جورج چې دی هم په ۸۰ مه لسیزه کې نړیواله څېره وه وویل: "نن تر ټولو بده ورځ ده. پرېنسه آرام ویده شه. زه درته ژاړم."

د سول مشهور سندرغاړې اریتا فرانکلین ام اېس اېن بي سي ته وویل: "ډېره لویه ضایعه. هېڅ باور نشي کېدای. هغه یو اصل او بې ساری هنرمند و. واقعا چې نړۍ کې یو پرېنس پیدا کېده."

د انځور حقوق Getty
Image caption پرېنس په ۲۰۱۲ کال کې په لاس وېګاس کې.
د انځور حقوق Reuters
Image caption ۲۰۱۰ کال نیویارک
د انځور حقوق Getty
Image caption ۲۰۱۲ کال لاس وېګاس

ورته مطالب