ملګرو ملتونو ځانګړی استازی: سوریې کې 'نازک' اوربند باید دوام ولري

د انځور حقوق AFP

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفان ديمستورا په سوریه کې د اوربند د دوام غوښتنه کړې چې له تېرو شپږو اونیو راهیسې نافذ دی او د ډېرې مرګ ژوبلې مخه یې نیولې ده.

دیمستورا په جینوا کې د سولې د خبرو اترو د بیاپیلېدو په تړاو خبري کنفرانس ته وویل، د جګړو له زیاتوالي سره سره باید هغه محدود اوربند پر ځای پاتې شي، چې په دې وروستیو کې پرې هوکړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو دغه استازي همدراز ویلي، روسي او ایراني چارواکو په سوریې کې د سیاسي لېږد لپاره د خبرو اترو د ملاتړ نیت ورته څرګند کړی دی. دغه دواړه هېوادونه د ولسمشر بشارالاسد د حکومت کلک ملاتړي ګڼل کېږي.

ديمستورا تهران ته له سفر وروسته اوسمهال سوریې کې سیاسي جوړجاړي ته رسېدل، خورا بېړني وبلل.

"هغوی ټول د سیاسی لېږد په موخه د یوه سیاسي بحث د پرمختګ ملاتړ کوي. زه له هغوی ټولو سره ډېر څرګند وغږېدم چې زموږ اجنډا دا ده چې سیاسي واک ولېږدول شي او لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو د ۲۲۵۴ هوکړې کې راغلي، د حکومتدارۍ او اساسي قانون موضوعګانې هم پکې شاملې وي."

ښاغلي ديمستورا د ایران د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال حسین امیر عبدالله یان سره له کتو وروسته وویل چې تمه لري د خبرو اترو دغه دور ښه پرېکنده وي.

د انځور حقوق AFP

ديمستورا په سوریه کې د تاوتریخوالي د هغه بندښت د دوام غوښتنه کړې، چې په مټ یې له تېرو شپږو اونیو راهیسې په دغه هېواد کې د ډېرې مرګ ژوبلې مخنیوی شوی دی.

بلخوا د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ویلي، امریکا به په سوریې کې د روان اوربند د دوام لپاره هر ډول هڅې وکړي.

ولسمشر اوباما ویلي، د ولسمشر بشار اسد ځواکونو او النصره جبهې له دغه اوربند نه سرغړونې کړي، خو په وینا یې اوربند د سوريې د ډېرو وګړو ژوند ژغورلی او د مرستو د رسولو لپاره هم ګټور دی.

نوموړي ټینګار کړی چې په سوریې او عراق دواړو کې د اسلامي دولت (داعش) وسله والې ډلې پر ضد د امریکا عملیات روان دي.

په داسې حال کې چې د سولې د خبرو اترو پر پېلېدو ټولې خواوې سره موافقې دي، روانو جګړو او د روسیې په ملاتړ بمباریو د نړیوالو اندېښنې راټوکولي دي.

بریتانیا کې مېشتې «د سوریې بشري حقونو د څار ډله» په نامه بنسټ ویلي، لسګونو دولت پلوه جنګیالي د سه شنبه په ورځ د الیس کلي د بیانیولو په جګړه کې ووژل شول.

په روانو جګړو کې د سوریې د دولت ملاتړ روسي الوتکې، د ایران انقلابي ساتونکي او د لبنان د حزب الله د تحریک جنګیالي کوي.

ورته مطالب