کویټ کې د یمن سولې خبرې اترې پیلېږي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د یاغیانو استازي د خبرو په موخه له صنعا څخه کویټ ته وخوځېدل.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، په یمن کې د جګړې پایته رسېدو په موخه نن پنجشنبه په کویټ کې د سولې خبرې پیلېږي.

حوثي یاغیان له ۲۰۱۴ کال راهیسې د یمن له دولتي ځواکونو سره په جګړه دي. د جګړې له امله له ۶۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او میلیونونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د عربي هېوادونو ایتلاف چې د امریکا ملاتړ هم لري، پر حوثي یاغیانو هوایي بریدونه یو کال وړاندې پیل کړل.

د سولې خبرو اترو کې د ګډون په هدف د چهارشنبې په ورځ یو پلاوی له پلازمېنې صنعا کویټ ته وخوځېد.

ټاکل شوې وه دا خبرې د دوشنبې په ورځ پیل شي، خو د حوثي یاغیانو د استازیو نشتوالي له امله شاته ولوېدې. یاغیانو د اوربند د نقض کېدو خبره کوله. دا اوربند د اپرېل په ۱۰مه د ملګرو ملتونو په منځګړتوب ټینګ شو.

دولتي ځواکونو هم اورپکي د اوربند په ماتولو تورن کړي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ د سعودي له پلازمېنې ریاض څخه د کتنې پرمهال یمن ته د عربستان د بشري مرستو له ژمنې هرکلی وکړ.

یمن کې اصلي جګړه ولسمشر عبدربه منصور هادي ته د وفادارو ځواکونو او د حوثي یاغیانو د ملګرو ځواکونو چې پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح سره تړلي دي، ده.

یاغیانو د ۲۰۱۵ کال په فبروري کې ښاغلی صالح له پلازمېنې صنعا تېښتې ته اړ کړ.

د عربو په شبه جزیره کې د اسلامي دولت (داعش) او القاعدې ډلې په یمن کې له کورنۍ جګړې څخه په ګټه اخستو توانېدلي چې ددې هېواد پر ځېنو برخو خپل کنټرول پراخ کړي.

ورته مطالب