ايران د سوريې جگړې ته افغانان لېږي

Image caption وخت نا وخته د سورېې په جګړې کې د وژل شوو افغانانو دجنازې مراسم د ایران په ښارونوکې ترسره کېږي(عکس د مجتبی جليلي)

پداسې حال کې چې په سوریه کې پنځه کلنه جګړه روانه ده، د بي بي سي فارسي څانګې داسې شواهد موندلي چې ایران په زرګونو افغانان سورېې ته لیږي چې د سوري ځواکونو ترڅنګ وجنګیږي. دا کسان چې زیاتره ېې هزاره ګان دي، په ایران کې د افغان کډوالو له بیوزلو ټولنوڅخه راجلب شویدي، او هغې ګڼ ملتیزه شیعه ملېشې سره د یوځاې کېدولپاره لیږل شوي چې د ولسمشر اسد د ملاتړ په لپاره د ایران لخوا سمباليږي.

ددې کسانو یو زیات شمیر د جګړې له ډگرنه تښتېدلي او اروپا ته تلونکو کډوالوسره یوځاې شویدي.

د جرمني په یو وړوکي ښارکې مو د’’ امیر’’ په نامه یو افغان سره وکتل چې څه باندې ٢٠ کلن و.

هغه د ایران په اصفهان کې د یو کډوال افغان په کورنۍ کې زیږېدلی او اوس په اروپاکې د پناه اخیستو په هیله دی.

په ایران کې د نزدې ۳ میلیونو نورو افغانانو په څېر هغۀد دریمې طبقې استوګن په شان ژوند درلوده.

د هویت اسنادو او قانوني استوګنې پرته ورته سخته وه چې زده کړه وکړي او یا ځانته کوم کار پیداکړي. هره ورځ د نیول کېدو اوله هیواده د شړل کېدو ګواښ سره مخ و.

Image caption د ایران انقلابي ساتونکو ’’امير’’ ته ویلي و که په سوریه کې جنګ کې برخه واخلي پاسپورټ به ورته ورکړل شي.

آزاد تګ راتګ ورته سخت وو، د موټرچلولو لایسنس او حتی دخپل ګرځنده ټیلیفون لپاره ېې سیم کارت نشو ترلاسه کولاې. خو یوه ورځ ’’امیر’’ ته یو وړاندیز وشو چې هرڅه ېې بدل کړل.

هغه وايی:’’ ځیني افغانان چې دایران انقلابي ساتونکو سره ېې نژدې اړیکې درلودې، يه یوجومات کې ما او زما ملګري ته راغلل"، هغوې موږ ته وړاندیز وکړچې سوريې ته لاړ شو او هلته د داعش په وړاندې د سپېڅلو شیعه زیارتونو دفاع وکړو.

هغوې وویل "پاسپورټونه به ترلاسه کړو او وروسته به ښه ارام او هوسا ژوند ولرو. ایرانى تابعیت به ترلاسه کړو او موټر او کورونه به اخیستی شو".

د ګولیو سوري

"امیر" د فاطمیونو لوا ته ولیږل شو، د لوا د ایران د انقلابي ساتونکو افسرانو لخوا جوړشوی ده چې ټول غړي يې افغانان دي.

هغه وايي روزنه ډیره لنډه وه- د تاکتیکی خوځښتونو او د وسلو دکارولو لپاره ېې دوه اونۍ لومړنۍ روزنه راکړه- چې ټوله په بشپړه توګه په پټه ترسره شوه.

Image caption د ایران انقلابي ساتونکو ښايي تر ۱۰،۰۰۰ پورې افغان جنګیالي راجلب کړي وي.(تصویر د سوريې د رسنیوسازمان)

امیر وویل:’’ هغه شپه چې موږ د تهران ولایت د ورامین سیمې نژدې د قارچاک اډې ته ننوتو، زموږ ټول ګرځنده ټیلیفونونه يې راڅخه واخیستل- او له دوه اونۍ لومړنۍروزنې وروسته- ېې موږ په سرویس موټروکې چې کړکیو يې پردې درلودې هوايی ډګرته بوتلو’’.

دغه راجلب شوي افغانان له پاسپورټونو پرته په یوې ځانګرې کرایه شوې الوتکې کې مستقیما سوريې ته یوړل شول.

امیر وايي ’’ انقلابي ساتونکو ټول شیان سمبال کړي وو. کله چې موږ هلته ورسېدو په ودانيو مو د ګولیو سوري او د زیان اثار ولیدل. د جګړې سیمه وه. هغه څه چې ما هلته و لیدل تراوسه يې راباندې اغیزشته دی. خوب نشم کولاې- پرته له کوم علته په غوسه کېږم’’.

Image caption ايران وايي فغان جنګیالي ټول په خپله خوښه هلته تللي دي چې په سوریه کې د شیعه ګانو د سپېڅلوځایونو دفاع وکړي ( تصویر له ګیټي)

د برېتانیا د برمینګهم پوهنتون پروفیسر سکاټ چې په سوريې کې د ایرانیانو فعالیتونه له نژدې څاري، وايي " افغان ملیشه ځواکونه لومړی په ۲۰۱۲ کې سورېې ته ورسېدل".

هغه بي بي سي ته وویل چې’’ د ایران انقلابي ساتونکو فکر وکړ چې د سوريې پوځ په یواځې توګه نشي بریالی کېداى، د جګړې په لومړیو کرښو کې د عسکرو شمېرکم وو او خلکو له عسکري خدمت څخه ډډه کوله’’.

ایرانیانو پرېکړه وکړه چې د ملي دفاع یو ۵۰،۰۰۰ کسیزه ځواک جوړ کړي چې د سوريې د پوځ ترڅنګ په جګړه کې برخه واخلي.

پداسې حال کې چې په سوریه کې د رضا کاره جنګیالیو شمیر لږ وو، هغوى په نوروځایونوکې د جنګیالیو موندلو په لټه کې شول- ایراني افغانان، لبنانیان، عراقي او پاکستاني شیعه ګان ېې راجلب کړل.

" ټوټې ټوټې شوی "

کله چې موپه اروپاکې سفر کاوه د امیرپه شان مو نور افغان جنګیالي هم ولیدل چې ټولو همدغسې کیسې کولې.

د یونان د لیسبوس په ټاپوکې د کډوالو د مورایا په کمپ کې، د جګړې یو پخواني برخه وال چې تنکی ځوان و اوله مخه يې ښکارېده چې جګړې ځپلی و، مونږ ته خپل کیسه وکړه چې د فاطمیون د لوا له افغان جنګیالیوڅخه په څه ډول د جګړې د لومړۍ څپې د ضربتي عسکروپه توګه ورڅخه کار اخیستل کېده چې عملا کېداى شول ټول له منځه لاړشي.

Image caption افغان جنګیالی وايي"دهغوې ایراني قوماندانانو دوى خطرناکو عملیاتو ته اړ کول" ( تصویرد مجتبی جليلي)
Image caption ايرن کې زیاتره افغان کډوال له ځورونو او مکررو وسله والو نښتو تښتېدلي دي (تصویر د مجتبی جليلي)

دغه افغان موږ ته وویل:’’ کله کله موږ زیرمو ته اړتیا درلوده، اوبه نه وې، ډوډۍ نه وه، د دښتې په منځ کې وږي او تږي وو.’’

’’ موږ په سپکو وسلو سمبال پلي عسکروو ، ۲۰-۳۰ کیلومتره باید تللي وو چې له دښمن سره مخامخ شو ا و ورسره وجنګېږوو.’’

’’په ډیره غټه بیه به مو یوه سیمه ونیوله او بیا به مو سوري عسکرو ته سپارله. خو هغوې به معمولا له یوې یا دوو ورځو وروسته بیرته داعش ته بایلله".

’’ یوه شپه موږ په یو بڼ کې کلابند شو. هغوې پرموږ د آر پي جې توغوندي ډزې وکړې او ومې لیدل چې زما یو ملګری زما د سترګوپه وړاندې ټوټې ټوټې شو. له دې وروسته له جګړې بېزاره شوم او ویرېدم.

’’ له هغې وروسته به هره شپه زما په فکرکې خپل ملګری راته سترګو ته درېده او فکربه مې کاوه چې، خدایه ، هغه ته څه پېښ شول. زه په ريښتیا ډیر ورېدلی وم’’.

’ په زوره جګړې ته لېږل شوی’

د یونان د میتیلین په بندرکې مو د ځوانو افغانانو یوه بله ډله ولیده. هغوې ټولو ویل چې پخوا د فاطمیونو د لوا جنګیالي وه.

یو تن چې له عسکري خدمت څخه د خلاصېدو کاغذونه ېې وښودل، بیان کړه چې څرنګه په زوره اړ کړ شوی و چې د جګړې لپاره سوريې ته لاړ شي.

څو تنو افغانانو وویل ورته ګواښ شوی وو که سورېې ته لاړ نشي له هیواده به وشړل شي او یا به بندیان شي.

’’ هغوې موږ په زوره جګړې ته بوتلو، زه خوښ نه وم خو هغوې وویل ځکه چې ته یو افغان يې او د هویت له کاغذونو پرته نیول شوی يې، یابه دې بیرته افغانستان ته لېږو اویا به دې بندي کوو. زه يې جګړې ته له لېږلو مخکې د اصغر آباد په کمپ کې توقیف کړم’’.

هغه وايي ۱۲ میاشتې يې د ټانک چلونکي او وروسته د غلچکې ډزې کونکي عسکر په توګه په سوریه کې تېرې کړې، چې له دمشق نه تر تدمر پورې دهیواد یو ځاى نه بل ځاې ته لېږل کېده. خو کله چې بالاخره بیرته ایران ته لاړ، انقلابي ساتونکو پرخپلوژمنو وفا ونه کړه.

’’ د هویت دا شین رنګه کوچنی سند ېې راکړ. دایواځې د ۳۰ ورځو موقتي استوګنې لپاره و. له دې سند سره مې د موټرچلولو لایسنس نشو ترلاسه کولاى- حتی د ټیلیفون یو سیم کارت مې هم نشو رانیولاى".

’’ ما شکایت وکړ خو هغوې وویل :’ باید بیا عسکري خدمت ته لاړشې’ خو ما نه غوښتل. وتښتېدم ا و اوس دلته یم’’.

" داوطلبان"

پدې هکله کومې رسمي شمېرې نشته چې ایران به څومره افغانان سوريې ته لېږلي وي- او څومره به هلته وژل شوي وي.

Image caption د افغا ن جنګیالیو د جنازې په مراسموکې کله نا کله ایراني مامورین هم ګډون کوي. ( تصویرد مجتبي جليلي)

پدې وروستیوکې د بشري حقونو د څارسازمان تخمین کړی چې د ایران انقلابي ساتونکو ښايی تر ۱۰،۰۰۰ پورې ا فغان جنګیالي راجلب کړي وي.

د ایران د بهرنیوچارو وزارت انکارکړی او ویلي يې دي چې په رسمي توګه کوم افغان جګړې ته ندی لېږل شوی. د تهران رسمي دریځ دادی چې دا ټول داوطلبان دي، چې په خپله خوښه د شیعه ګانو د سپېڅلوځایونو د دفاع لپاره تللی دي.

خو هره اونۍ د فاطمیونو د لوا د وژل شوو جنګیالیو لپاره په ایران کې د پوځي ډوله جنازې مراسم لیدل کېږي.

اوپداسې حال کې چې د سوريې د حلب دښار په شاوخواکې د حکومت یو سترپسرلنی برید کېدونکی دی، داسې ښکاري چې د څه مودې لپاره به بهرني جنګیالي هم په جگړې کې برخه اخلي- او وژل کېږي به. .