د درملو له لاسه د پښتورګو د خطر خبرداری

د انځور حقوق THINKSTOCK

په امریکا کې ترسره شوې یوه نوې څېړنه وایي، د زړه سوځېدو یا خوابدۍ لپاره کارېدونکي درمل باید د ډاکټر له مشورې پرته او یا د ډېرې مودې لپاره په دوامداره توګه و نه خوړل شي، ځکه چې دا ډول درمل پر پښتورګو بد اغېز کوي.

دا درمل په معده کې پيدا کېدونکي تېزاب له کاره غورځوي. ډېری وخت یې خلک تر خواړو وروسته په خپل سر کاروي.

خو دا وروستۍ څېړنه وایي، که په دې برخه کې احتیاط ونشي نو دا درمل کولای شي د انسان پښتورګي بیخي له کاره وغورځوي.

په یادو درملو کې ډېری یې داسې دي چې یوازې د یوه ډاکټر د نسخې له مخې پلورل کېږي. خو ځیني نور یې بیا پرته له نسخې په عامه درملتونو کې ترلاسه کېږي. ښایي همدې خبرې څېړونکي یو څه اندېښمن کړي وي.

دوی وایي، که ناروغان د ډاکټر له مشورې پرته او په خپل سر زړه خرابېدو او خوابدۍ پر وخت دا درمل خوري، نو امکان شته چې خپلو پښتورګو ته ستونزه پيدا کړي.

هغه پنځه ډول درمل چې په دې څېړنه کې یې یادونه شوې، مېپرازول، لانسو پرازول، اومېپرازول، پانټوپرازول او لابې پرازول دي.

په امریکا کې ترسره شوې په دې څېړنه کې کابو ۱۷۰ زره کسانو برخه اخیستې، او پنځه کاله وخت یې نیولی. پایلو ښودلې، هغه ناروغان چې دا یاد شوي درمل کاروي، د نورو په پرتله د پښتورګو د خرابېدو چانس يې ۲۸ سلنه لوړ دی.

دا درمل چې د هر څومره ډېرې مودې لپاره، له اړتیا او د داکټر له مشورې پرته کارول کېږي، پښتورګو ته هغومره ډېر زیان اړوي.

د دې څېړنې مشر ډاکټر زید العلي وایي، پایلې دا څرګندوي چې کله مو زړه سوزي او خوا مو بدېږي نو ښه ده چې لومړی له ډاکټر سره مشوره وکړی. د ده په وینا، له اړتیا پرته او په خپل سر باید هېڅ ډول درمل و نه خوړل شي.

ورته مطالب