د ایکوادور زلزله کې د مړو شویو شمېر ۴۱۳ ته رسېدلی

د انځور حقوق AFP

د ایکوادور حکومت ویلي، د تېرې شنبې ورځې زورورې زلزلې د مړو شویو کسانو شمېر ۴۱۳ کسانو ته رسېدلی دی.

په ځینو برخو کې خلک او مرستندویان د امکاناتو د نشتوالي له کبله په لاسونو له کنډوالو مړي او ټپیان راوباسي.

له سویس، اسپانیا او د لاتینې امریکا له ځینو نورو هېوادونو ایکوادور ته د ژغورنیزو عملیاتو لپاره مرستندویې ډلې استولې شوې دي.

دا په ایکوادور کې د تېرو څو لسیزو اوږدو کې تر ټولو زوروره زلزله بلل شوې ده، چې تر دوو زرو ډېر کسان پکې ټپیان شوي.

وړاندې، ددغه هېواد ولسمشر رافایل کوریا خبرداری ورکړ، چې د وژل شویو شمېر شاید ډېر شي، چې په وینا یې لاهم په کنډوالو کې ډېر وګړي پاتې دي.

دی وایي دا د ایکوادور په ۷۰ کلونو کې تر ټولو لوی ناورین دی.

ښاغلی کوریا وايي، ایټالیا ته له لنډ سفر وروسته ځینو زیانمنو شویو سیمو ته تللی دی.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AFP

نوموړي په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل: ''وېره لرم چې د کنډوالو په لټولو به د مړو شمېر ډېر شي. له کنډوالو لاندې د ژوندیو کسانو امکان شته، زموږ لومړیتوب به همدا وي چې دغه کسان وژغورو''.

د برازیل ولسمشر هم ویلي، د زلزلې له کبله میلیاردونه ډالر زیان اوښتی.

د تېرې شنبې په ورځ ۷٫۸ درجې زلزلې د ایکوادور شمال لوېدیځې سمندرغاړې سیمې ولرړوزلې. له زلزلې وروسته ۲۳۰ کوچنۍ ځمک لړزېدنې هم ثبت شوې دي.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق AFP Getty

له زلزلې وروسته بېړنی حالت اعلان شو او شاوخوا ۱۰ زره پوځيان او ۳۶۰۰ پولیس په زیانمنو شویو سیمو کې ځای پرځای شول.

د زلزلې له مرکز سره څېرمه، هم د ۴۰۰ کسانو د مړینې وېره وه. د پدرنالس ښاروال ویلي، ''ټول ښار'' له ځمکې سره هوار شوی دی.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AFP

ورته مطالب