په لاس ښوونکې سره له روغبړه انکار، د دوو هلکانو دتابعيت پروسه وځنډوله

Image caption ددې هلکانو له انکار وروسته سويس کې د مذهبي ازادۍ په اړه نوى بحث رامنځ ته شوى دى.

سويس کې حکومت د هغه دوو زلموټو مسلمانانو کورنۍ ته د تابعيت ورکولو پروسه له دې امله ځنډولې ده چې هغوي خپلې ښځينه ښوونکې سره په لاس روغبړ څخه ډډه کړې.

دا دواړه ورونه چې ١٤ او ١٥ کلن دي وايي " عقيده يې ددې اجازه نه ورکوي چې غيرمحرمو مېرمنو ته لاس ورکړي".

له دې انکار وروسته د سويس په تېروېل سيمې کې چارواکو هغوي ته وويل چې " د نارينه او مېزمرمنو ترمنځ د توپيري چلن د مخنيوي لپاره بايد دا هلکان نارينه ښوونکو سره هم په لاس روغبړ ونه کړي"

خو سويس کې سياستوال وايي چې "په لاس روغبړ د هغوي د کلتور برخه ده".

دې قضيې د مذهبي ازادۍ په تړاو يو نوى بحث رامنځ ته کړى دى او ځايي چارواکو له قانون پوهانو په دې تړاو د مشورو غوښتنه کړې ده.

د سيمه ايزه ادارې يوۀ وياند ددې کورنۍ د تابعيت د چارو ځنډول تايد کړي دي خو وايي " د تابعيت د ترلاسه کولو په برخه کې دا ډول پرېکړې عادي دي".

دا کورنۍ اصل کې د سوريې اوسېدونکي دي. ددې هلکانو پلار امام دى او په ٢٠٠١ کال کې يې د پناه اخيستو درخواست منل شوى و.

د فرانسې د خبري اژانس يا اې ايف پي ترمخه د کډوالۍ د چارو اداره " د هلکانو د پلار د پناه غوښتنې د منلو د شرايطو په اړه د نوورو معلوماتو راغونډولو هڅه کوي".

په سويس کې نزدې ٣٥٠٠٠٠ مسلمانان ژوند کوي. دا هېواد په ټوليز ډول اته ميلونه وگړي لري.

په سويس کې د مسلمانانو ځينو ډلو ويلي دي چې " ښځينه ښوونکو سره په لاس روغبړ نه کول نۀ توجه کېږې او سويس بايد د افراطيانو غوښتنو ته غاړه کينږدي".

خو ځينو نورو اسلامي سازمانونو ددې هلکانو د دريځ تايد کړى او ويلي يې دي " غيرمحرمو نارينه اوښځو ترمنځ په لاس روغبړ منع دى".