له پاناما تر سپارتا: ځيني افشا شوي رازونه

د انځور حقوق iStock

په داسې حال کې چې د افشا شویو اسنادود وروستیو پېښو په اړه خبرې کېږي، هېڅ یوې يې هغسې پایلې نه درلودې لکه چې د تاریخ په اوږدو کې ځینو افشا شویو رازونو درلودې.

اډوارډ سنوډن، د سي آى اې یو پخواني مامور د پټو امریکايي اسنادو د افشا کولوله امله روسيې ته پناه یوړه.

د ویکي لیکس مشر، جولیان آسانژ،په لندن کې د اکواډور په سفارت کې پناه واخيستله، خو ان د هغوې سختو منتقدینو هم ادعا نه ده کړې چې د هغوى د افشاګریو په نتیجې کې دې کوم پوځي بغاوت شوی وي، یا دې سیاستوال په زوره له پارلمانه را ایستل شوي او په ډله ییزه توګه وژل شوي وي.

د لرغوني تاریخ به اوږدو کې د اسنادو داسې افشا کولو پېښې شته چې وحشتناکه او وژونکې پایلې ېې درلودلي.

د مثال په توګه د حضرت عیسى(ع) له زېږېدونه ۴۷۰ کاله مخکې د لرغوني یونان د سپارتا پاچاهانو په وخت کې یو مشر جنرال، پاوسانیاس، خپل یو مریی د یو لیک او یو پټ پیغام سره د پارس پاچا ته استولی و.

دغه مریی، ارجیلیوس، د ناراضي جنرال پرلیک باندې شکمن و چې په هغې کې به څه لیکل شوي وي، لیک يې پرانیسته او ويې لیدل چې پاوسانیاس د پارس پاچا ته لیکلي و چې که پر یونان برید وکړي نو دی به ورسره مرسته وکړي. د دې برسېره دغې جنرال د پارسیانو باچا ته داهم لیکلي و چې د پیغام په ترلاسه کولو سره، د راز د ساتنې په خاطر پیغام رسوونکی هم ووژني.

د انځور حقوق Alamy
Image caption د سپارتا پاوسانیاس

کله چې ارجیلیوس وپوهېده چې د پیغام په رسولو سره به ووژل شي، پریکړه ېې وکړه چې دا لیک د سپارتان چارواکو ته افشا کړي.

پارس د یونان یو ډېر سخت دښمن و، او د دې جنرال دا کړنه حتما خیانت بلل کېده- له دې امله يې هغه د اتینا په معبد کې بندي کړ او خواړه يې هم ورته نه ورکول.

تاریخې اسناد ښيي چې د هغه خپله مور هم د غوسه شویو خلکو سره یو ځاى شوه اوغوښتل يې چې جنرال پاوسانیاس بندي وساتل شي.

تاریخ لیکونکی ټام هولاند وايي د یونان لرغوني سیاستونه نسبتا پرانیستي وه، خو د روم تمدن په خپلو وروستیو کلونو کې له توطیو او دسیسو ډک وو، او ډېرشیان په کې افشا کېدل.

هغه وايي "زموږ د اوسني عصر په شان هغه وخت هم ډېره سخته سیاسي مبارزه روانه وه. ظاهري دوستانو به د خپلو رقیبانو د ځپلو لپاره ځېنې شیان افشاکول."

د روم د تمدن د وخت یوه مشهوره افشاکېدنه ښايي دا وه چې د روم د سنا د سلاکار او د خپل وخت نامتو فیلسوف او ویناکونکی، سیسیرو، د کور د ور مخې ته یو لړحساس سندونه افشا شول. د حضرت عیسی(ع) له زېږېدنې ۶۳ کاله مخکې، سیسیرو په دې باور شو چې د کاتلاین په نامه یو سناتور د کودتا په لټه کې دی، خو ثبوت ېې نه و موجود.

د سیسیرو د کور د وره مخې ته یو چا د کاتلاین د ملګرو د یو شمېر لیکونو یوه مجموعه ايښې وه،چې د کودتا د توطیي ټول جزییات په کې په تفصیل سره بیان شوي وو.

کله هم معلومه نشوه چې دا اسناد چا هلته ايښي وه، خو سیسیرو دا سندونه د سنا مجلس ته یوړل او خپلو ملګروته يې قناعت ورکړ چې د روم جمهوریت تر ګواښ لاندې دی. سیسیرو ته دنده وسپارل شوه چې شخصا د ټولو توطیه کونکو د اعدام او غرغره کولو د کار څارنه وکړي.

د ١٥ پېړۍ په ترڅ کې د عثماني ترکانو سلطان عثمان، د یوې افشا شوې مسلې په پایلې کې تر دې هم بد سرنوشت سره مخ شو- د ډبرو په وسیله خصي کړل شو او بيا ووژل شو.

د روم امپراتورۍ څو پېړۍ دوام وکړ، ختیځ اړخ يې د بیزانتین په نامه تر ۱۴۵۳ پورې دوام وکړ، خو دا امپراتوري د عثمانیانو له خوا نسکوره شو.

د روم امپراتورۍ د زغم لرونکي ګڼ ملتیزه، ګڼ نژاديزه امپراتورۍ په توګه شهرت درلود او د ټولنیز خوځښت کچه په کې لوړه وه. حتی یو مریي ، یا ایزک سړی هم کېدای شواى لوړ مقام ته ورسېږي.

د انځور حقوق Alamy
Image caption دویم سلطان عثمان

خو په یوه برخه کې عثمانیانو تونده رویه درلوده او هغه د رازونو د ساتنې برخه وه. زیاترو عثماني پادشاهانو به په خپلې شاهي ماڼۍ کې کاڼه او ګونګ کارکونکي په کار ګمارل، د دې لپاره چې پټې خبرې وانه وري، او هېڅ کومې خبرې افشا نه کړي.

دویم سلطان عثمان د پټو شیانو له افشا کېدو څخه ډېر وېرېده. هغه پریکړه وکړه چې د جان نثارانو په نامه خپل تکړه پوځي کنډک تر کنټرول لاندې راولي،ځکه وېرېده چې هغه له حده ډېر پیاوړی شوی دی. خو د ده دا پرېکړه افشا شوه او وروسته معلومه شوه چې خپل وزیر يې په افشا کېدو کې لاس درلوده.

کله چې جان نثاران خبر شول، د استانبول پر ټاپکاپي ماڼۍ باندې يې برید وکړ، دویم سلطان عثمان يې بندي کړ، د ډبروپ وسیله يې خصي او بیا يې وواژه.

په داسې حال کې چې عثماني امپراتوري مخ په ړنګېدو وه،په ۱۹مه پېړۍ کې د عصري ورځپاڼو رامنځته کېدلو د افشاګریو ظریف هنر ته نوې ساه ورکړه. د ورځپاڼو له برکته افشا شوي معلومات ډېرو خلکو ته رسېدى شول.

د نیویارک هرالډ ورځپاڼې په لومړي ځل د جان نیوجنټ ډېر مهم اطلاعات افشا کړي وو. په ۱۸۴۸کې هغه ته یو چا د یو تړون پټ اطلاعات ورکړي وو چې د امریکا متحدو ایالتونو او مېکسیکو تر منځ ېې جګړه پاې ته رسوله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بوینا ویستا جګړه

خو د جان نیوجنټ له خوا د دې سندونو د خپرولو پریکړې ځینې سناتوران په غوسه کړل، او هغه يې تقریبا یوه میاشت بندي کړ. خو وروسته نیوجنټ نور هم پرمختګ وکړ او د ورځپاڼې مسول مدیر شو.

د بریتانیا د سسېکس پوهنتون د ژورنالیزم استاد، پول لشمار چې یو وخت خپله یو پلټونکی خبریال و، وايي جان نیوجنټ د لومړي ځل لپاره افشا شوي اسناد په ورځپاڼه کې خپاره کړل چې دا رواج تراوسه پورې پاتې دی.

هغه وايی هغه خبریالانو ته چې افشا شوي اسناد ترلاسه کوي معمولا انعام ورکول کېږي، ترفیع کوي یا يې تنخا زیاتېږي- خو کله کله په دې لاره کې کېداى شي د بندي کېدو خطر سره مخ شي.

پخوا به د افشا شويو اسنادو هره پاڼه فوټوکاپي کېدله، خو جان نیوجنټ د لومړي ځل لپاره د ورځپاڼې په مرسته دا کار وکړ.

لشمار وايي "موږ به په چاپ ځايونو کې ډېر وخت ناست وو او د اطلاعاتو پر سرچینو به غږېدو. دا سرچینه کېدى شوه د پولیسو یو افسر، د دولت یو ملکي مامور، یا د کوم شرکت د مالي چارو په دفترکې کوم محاسب وو... هغوې به یو پاکټ تاسوته درکاوه نور خبره خلاصه وه."

لشمار په دې باور دی چې د څارونکې ټېکنالوژۍ په راتلو سره دا ډول افشاګري ډېره کمه شوې. هر هغه څوک چې ګرځنده ټیلیفون لري د خوځښت څارنه يې کېداى شي، یا پټې او ښکاره کمرې کولاى شي یو څوک وڅاري.

هغه وايي په تیره بیا دولتي مامورین له ژورنالستانو سره د کتنې په اړه اندیښمن وي ځکه ویرېږی چې کومه خبره ورڅخه افشا نشی او سزا و نه ویني.

که په تېر وخت کې به په نصواري رنګه پاکټونو کې اسناد افشا کېدل، په دې وروستیو کې مو ولیدل چې د پاناما مالي موسسو په افشا شویو کاغذونو کې په میلیونونو سندونه ټول یوځای افشا شول. دا کار د نوې ټېکنالوژۍ له امله شونی شو. په تېر وخت کې ځینې افشاشوي اسناد لکه د پنټاګون کاغذونه چې په ویتنام کې د امریکا د متحدو ایالتونو د عملیاتوپه اړه وو، پاڼه پاڼه په لاس فوټوکاپي شوي وه. خو اوس د یو شرکت یا حکومتي څانګې ټول سندونه کېداى شي د کمپیوټر د موس د یوه کلیک په مرسته کاپي او انتقال شي.

د انځور حقوق iS tock

کامپاین کوونکې ژورنالستې، هیدربروک، چې په خپل وخت کې يې ډېر افشا شوي سندونه سمبال کړي، باور لري چې د ډیجیټال وسایلو په مرسته دا نوی ډول په پراخه کچه افشا کېدنې به تر ډېره وخته جاري وي.

هغه وايي "د ډیجیټالي اطلاعاتو ساتنه ډېره سخته ده ،خو برید ورباندې ډېر آسانه دي"

بروک استدلال کوي هغه کسان چې ډیجیټالي اطلاعات ذخیره کوي په خپله ملامت دي، که دا اطلاعات يې عامو خلکو ته افشا شي.

"موږ په داسې یو وخت کې ژوند کوو چې هر څوک غواړي خپل هر ډول اطلاعات د تل لپاره وساتي. هغوې د کمپیوټري غلو، ناراضي کارکونکو، او افشاکونکو کسانو لپاره د شاتو یوه زیرمه جوړوي."

موږ له هغه وخته ډېره لاره وهلې چې د سپارتا په وخت کې به یو مريي پیغام رسونکي تش د یو پاکټ په پرانیستلو سره یو لوى مصیبت جوړولاى شو. که څه هم په بل ډول ده خو افشا کول لا اوس هم شته ده، اوپه پراخه کچه شونې ده.

اطلاعات ځواکمنتیا ده، او د ٢١ پېړۍ په دې پيل کې، اطلاعات تل په پراخه کچه شته دي. د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ له یو عسکر، براډلي میننګ څخه نیولې بیا د استخباراتو تر قراردادي کارکونکي، اډوارډ سنوډن، پورې موږ لیدلې چې نسبتا د ټیټو مقامونو درلودونکو کسانو یو لړ اطلاعات تر لاسه کړي او بیا ېې افشا کړي دي، او په دې توګه يې د لوړو مقامونو درلودونکي شخصیتونه له ګواښ سره مخ کړي دي.

داسې ښکاري چې اوس افشاګري تر تورې هم ځواکمنه ده.