هند "لاهم د کوه نور الماس پر ستنولو ټینګار کوي"

د هندوستان حکومت د دې هېواد له سترې محکمې غوښتي چې د "کوه نور الماس" لپاره دې بیا د بريتانیا د دولت خلاف دعوه نه کوي. دغه الماس په ۱۹ پېړۍ کې د هندوستان انګریزانو د استعمار په وخت کې وړل شوي دي. اوس د انګلستان د ملکې د تاج یو برخه ده.

دغه الماس د هندوستانیانو لپاره یوه لانجمنه مساله ده او هندیان فکر کوي چې دا الماس انګریزانو له دوی غلا کړي دي.

د دغې دعوې وکیل وايي، نه غلا شوي دي او نه هم په زور له هندوستان وړل شوي دي.

د هند د کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي: "د هندي حکومت د حقوقي عالي مشاور رانجنیت کومار څرګندونې، د هندي دولت نظر نه څرګندوي".

د کوه نور الماس له ۱۵۰ کلونو راهیسې د بریتانیا د سلطنتي سینګار یوه برخه ده.

د کوه نور الماس د هندي خلکو لپاره یوه مهمه موضوع ده، چې تر ډېره د دوی پر ملي غرور پورې تړاو لري.

ډېری هندوان پر دې باور دي، چې د ۱۰۵ قیراطه الماسو لپاره هېڅ بیه نه ده ټاکل شوې.

د هند د کلتور وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د هند دولت نور د کوره نور الماسو ادعا نه کوي.

دغه الماس ۱۵۰ کاله وړاندې، هندي، ایراني، افغان، مغول او بریتانیايي چارواکو لاس په لاس کړي دي.

Image caption دغه الماس ۱۵۰ کاله وړاندې، هندي، ایراني، افغان مغول او بریتانیايي چارواکو لاس په لاس کړي دي.

د کوه نور ۱۰۵ قیراطه الماس په وروستي ځل د بریتانیا د ملکې د مور پر تاج لګول شوي وو. دغه الماس د بریتانیا له نورو سلطنتي زیوراتو سره یوځای د لندن څلي په یوه ځانګړي ځای کې - چې د تیمز سیند شمالي سیمې تاریخي ماڼۍ ده ـ ساتل کېدل.

په اتلسمه میلادي پېړۍ کې د نادر افشار له خوا د ډیلي تر نیول کېدا وروسته، دوه ټوټې الماس (چې په "کوه نور" او "نور سیند") یې شهرت درلود، ایران ته یوووړل شول.

Image caption د کوه نور الماس له ۱۵۰ کلونو راهیسې د بریتانیا د سلطنتي سینګار یوه برخه ده.

د "نور سیند الماس" تر اوسه د ایران د پخواني ملي سلطنتي جواهرو یوه برخه ده، خو د نادر افشار له وژل کېدا وروسته، کوه نور د افغانستان د پخواني واکمن احمد شاه بابا (احمد شاه دراني) له خوا افغانستان ته یووړل شول.

+ کوه نور الماس د چا دی؟

ورته مطالب