په هند کې "لوټل شوي" افغان ناروغان

Image caption د ډيلي د لاجپتنګر هغه بازار چې د تداوۍ لپاره د ورغلو افغانانو لپاره د دوکانونو، درملتونونو او هوټلونو لوحې هم د افغانستان په بڼه ليکل شوي دي.

د روان کال د فبروري میاشتې د وروستۍ اونۍ ماسپښین و چې مرتضی د خپلې ناروغې میرمن او خواښینې سره په الوتکه کې له کابله د نوي ډهلي اندرا ګاندهي نړیوال هوایي ډګر ته راورسید. که څه هم مرتضی د کابل په ساړه سهار کې اغوستي ګرم جمپر ویستلی و، خو په تندي یې لا هم نرۍ خولې راماتې وې.

دی له ډېرو تلاشیو وروسته د هوایي ډګر په دوازه کې ستړی او اوتر ولاړ و او ښار ته یې د تللو لاره سنجوله، چې یو لوړ اواز یې واورېد: "سر ټکسي! ټکسي؟"

مرتضی له څه ویلو پرته په بېړه له جیبه هغه کارت راوویست او د ټکسیوان مخ ته یې ونیو، چې په مزارشریف کې یوه ملګري ورکړی و.

ټکسیوان کارت ته په کتلو په بېړه په هندي ژبه وویل: " هو صيبه لاجپتنګر، ته ځو زر روپۍ به راکوې".

مرتضی په پوښتونکي نظر ور وکتل چې ټکسیوان بیا وار پرې ړومبی کړ: " کرایه زر روپۍ ده".

د مرتضی زړه و چې ورسره چنې ووهي، خو په هندي نه شو غږېېدلای. پرته له دې چې ټکسیوان ته څه ووایي خپلې میرمنې ته یې په موټر کې د کیناستو وویل.

له يوه ساعته په کم وخت کې ټکسي د لاجپتنګر سيمې په کستورباغ کې د مزار رسټورانټ مخې ته ودرېده، مرتضی چې خوا شاه وکتل نږدې هر دریم کس افغان تر نظر ورغی، چې ځینو به یې د دواګانو ډکې کڅوړې په لاس کې نېولې وې. د نزدې رسټورانټونو، درملتونونو او دوکانونو لوحې چې په دري لیکل شوې په مرتضی ښې ولګیدې.

په سبا نو مرتضی په خپل اصلي هدف پسې شو، د خپلې ناروغې میرمنې د علاج لپاره یې د ښه روغتون او ډاکټر موندل پیل کړل.

په هند کې د خپل يو محصل خپلوان سره یې اړیکه ونیوله، هغه هم د یوې افغانې ترجمانې لاښوودو د تېلیفون شمېره ورکړه.

ساعت وروسته په جینز پتلون کې یوه پیغله راښکاره شوه، چې په مهربانه او له موسکا ډکه لهجه یې په دري خبرې کولې.

هغې مرتضی ته ډاډ ورکړ، چې د وطندارۍ په لحاظ به یې هم د ښار تر ټولو غوره روغتون کې تر ټولو ښه ډاکټر ته ورولي. ړوند له خدایه څه غواړي دوې سترګې، مرتضی چې هم د ژبې له جنجاله خلاص شو او هم یې ښه ډاکټر د تللو امید پیدا شوی و له خپلې ترجمانې سره د ورځې په ۴۰۰ هندۍ کلدارو اود دوی سره د کار په وخت د هغې د خوراک په پیسو هوکړه وکړه.

مرتضی وایي "ډېر وختونه د هغې د خوراک پیسې تر ورځني تنخوا ډېرې وې".

د انځور حقوق bbc
Image caption هر کال زرگونه افغانان هندوستان ته تداوۍ لپاره ځي.

د میاشتې په اوږدو کې مرتضی د ډيلي په یوه شخصي روغتون کې د خپلې میرمنې په علاج ۲۳۰۰۰۰

هندۍ کلدارې ولگولې، خو دی هغه وخت په خپله ترجمانه شکي شو، کله چې یې خپله نخسه د هغې په نشتون کې یوه درملتون ته وښودله.

دی پوه شو، چې ترجمانې یې نه یوازې د درملو د پیرلو لپاره له ده څخه زرګونه کلدارې زیاتې اخیستي دي، بلکې د ډاکټرانو او لابراتوار په فیسونو کې هم "۴۰٪ شریکه" وه. او د پېسې د ده له جیب څخه ویستل کېدې.

مرتضي په ډېرې نهیلۍوویل: " پرته له دې چې زما د میرمنې پوره علاج وشي هغې زه ولوټلم، خو زه هیڅوک هم نلرم چې شکایت ورته وکړم. چا ته به ورشم".

ډېری افغانان په ډيلي کې د لاجپتنګر او بهوګل سیمو کې مشیت کیږي ځکه له یوه خوا دلته په افغاني رسټورانټونو کې افغاني خواړه موندل کیږي، له بل خوا د همدې سیمو په درملتونونو کې افغانان او یا داسې هنديان کار کوي چې په پښتو او دري پوهیږي. دوی بیا افغان ناروغانو سره د پیسو په بدل کې روغتونو ته ځي او د ډاکټرانو په موندلو کې یې لارښوونه کوي.

داکټر دېوسنګ بیشت چې د نوي ډيلي په بهوګل کې درملتون لري ادعا کوي چې "له هرو لسو څخه نهه ترجمانان له خپلو ناروغانو سره دوکه کوي. یوازې افغانان نه بلکې عراقيان او افریقایان هم ورته ستونزې سره مخ دي".

حمیرا امیري هغه افغانه مېرمن ده چې له څو کالونو راهیسې په ډيلي کې د ناروغانو سره د ترجمانۍ او لارښوونکې په توگه کار کوي.

نوموړې دا مني چې داسې ستونزه شته او د مرتضی د پیښې په څېر ګڼې نورې پیښي هم شوي دي او لا به هم دوام ولري، خو دا وړاندې وایي چې"دلته تر دې بدې پیښې شوي دي، خو ټول ترجمانان یو ډول نه دي دلته داسې کسان هم شته چې په خپلو خلکو واقعاً زړه خوږوي او ورسره مرسته کوي، که دوی نه وي نو افغان ناروغان به په ډيلي کې تر دې هم لویو ستونزو سره مخ شي".

که څه هم په نوي ډيلي کې د افغانستان لوی سفارت د دې موضوع په اړه خبرو کولو ډده کوله خو د سفارت یوې چارواکې چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي وویل"زموږ سفارت په ډيلي د ګڼو روغتونو د مشرانو سره څو څو ځله کتلي دي، او له دوی څخه یې د داسې پېښو د مخنیوي غوښتنه کړې ده، خو تر دې وړاندې زموږ تر وسه هیڅ هم نه دي پوره".