کراچۍ کې د پوليو د ډلې اوه ساتونکي پولیس وژل شوي

د انځور حقوق AFP

پاکستاني چارواکي وايي، ددغه هیواد په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د چارشنبې په ورځ د پولیسو پر دوو ډلو برید شوی، چې پکې لږ تر لږه اووه پوليس وژل شوي دي. د چارواکو په خبره دا پولیس د پولیو ډلو د کارکوونکو ساتونکي وو، چې پرې برید وشو.

د سیمې د پولیسو یوه مشر فیروزشاه بي بي سي ته ویلي، لومړۍ پېښه په بنګله مارکېټ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې څلور پولیس په يوه موټر کې ناست وو. د فیروزشاه په خبره تردې پېښې سم لاسي وروسته همدې ځای ته څېرمه درې نور پولیس چې د پولیو له يوې بلې ډلې سره پلې روان وو، همدې کسانو پرې برید وکړ او درې نور سرتېري يې ووژل.

د انځور حقوق AP
Image caption پاکستان د نړۍ يو له هغه هېوادو دى چې اوس هم په کې د پوليو ناروغي موجوده ده.

د وژل شوو کسانو مړي او ټپيان عباسي شهيد روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کراچۍ پولیسو په خبره په دغه ښار کې په تېرو ١٦مياشتو کې په بېلو بېلو هدفي وژنو کې شاوخوا ۹۵ پولیس سرتېري وژل شوي دي. هم نن چارشنبه په دغه ښار کې د پولیو ناروغۍ پرضد د څاڅکو ورکولو د کمپاين اخرنۍ ورځ وه، دا درې ورځنی کمپاین د روانې میاشتې پر ١٨ نېټې پېل شوی و.

ددې برید مسوولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دى اخيستى.