تېر کال هند د ځیرک تیلیفون تر ۱۰۰۰ ډېر ډولونه بازار ته رایستلي

د کریون کمپنۍ اجرائیه مشر سای سرينیوّاس
Image caption د کریون کمپنۍ اجرائیه مشر سای سرينیوّاس: "فکر کوم سافټویر دی چې له نورو سره تمایز او توپیر پکې راولي. نو همدا يې لامل دی چې دغه فلسفه چې موږ هره میاشت یو نوی ټیلیفون او سافټویرونه بازار ته وړاندې کوو چلېږي".

تېر کال هند کې تر زرو ډېر د موبایلونو ډولونه بازار ته وړاندې شول. د دغو مبایلونو ډیری ځیرک ټیلیفونونه ول چې آن تر پنځوس ډالره ارزان ټیلیفون هم پکې و.

هند په نړۍ کې یو له تر ټولو ګړندی- مخ پر ودې هېواد دی چې د ډېرو تولیدوونکو پام یې ځان ته وراړولی دی.

نو، د خورا ډېرو ډولونو تر منځ، مصرف کوونکی څنګه ځان موبایل خوښوي؟

پاینده څرګند یې په اړه دغه رپوټ ژباړلی دی.

هند په نړۍ کې ګرځنده ټیلیفونونو یو له تر ټولو ګړندی مخ پر ودې بازار دی، خو په هرو لسو موبایل لرونکو کې یوازې څلور کسان ځیرک ټیلیفون لري.

اوس د ټیلیفون کاروونکي غواړي تر عادي تیلیفونو یو ګام وړاندې، ځیرکو ټیلیفونونو خاوندان شي، خو په ټیټه بیه.

هند کې د ځیرکو ټیلیفونونو بازار کې سامسنګ نژدې ۲۷ سلنه، مایکرومکس ۱۴، لېنووو نژدې ۱۲، ینټکس څه باندې ۹، لاوا ۷ او نور ځیرک ټیلفونونه نژدې ۳۱ سلنه خرڅلاو لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption هند په نړۍ کې یو له تر ټولو ګړندی- مخ پر ودې هېواد دی چې د ډېرو تولیدوونکو پام یې ځان ته وراړولی دی.
د انځور حقوق Samsung
Image caption هند کې د ځیرکو ټیلیفونونو بازار کې سامسنګ نژدې ۲۷ سلنه، مایکرومکس ۱۴، لېنووو نژدې ۱۲، ینټکس څه باندې ۹، لاوا ۷ او نور ځیرک ټیلفونونه نژدې ۳۱ سلنه خرڅلاو لري.

نو هندیان ځیرکو ټیلیفونونو کې څه لټوي، له دوو نجونو به یې واورو چې هر یوه د مبایل پېرلو لپاره خپل معیار لري؟

یوه هندرۍ تیلیفون اخیستونکې وايي:

"زه سېلفي عکسونه ډېر اخلم نو ګورم چې موبایل وړاندې او شاته کمره ولري. زه د موبایل ښېګڼې د هغه له بیې سره پرتله کوم چې په دغه قیمت ارزي که نه".

د "کریو" په نوم یوې نوې هندۍ کمپنۍ خپل لومړی ځیرک ټیلیفون بازار ته وړاندې کړ. بیه یې ټیټه نه ده، نژدې ۳۰۰ ډالره ده. دغه کمپنۍ له کاروونکو غواړي د خپلې خوښې د ښې-ګڼو وړانديز وکړي او کمپنۍ یې هم هره میاشت وراضافه کوي.

پوښتنه دا ده چې ولې کمپنۍ فکر کوي داسې تګلاره به ګټوره وه؟ د کمپنۍ اجرائیه مشر سای سرينیوّاس هغو ټکو ته اشاره کوي چې د خلکو پام ځان ته وراړوي:

"فکر کوم سافټویر دی چې له نورو سره تمایز او توپیر پکې راولي. نو همدا يې لامل دی چې دغه فلسفه چې موږ هره میاشت یو نوی ټیلیفون او سافټویرونه بازار ته وړاندې کوو چلېږي".

Image caption ''زه د موبایل ښېګڼې د هغه له بیې سره پرتله کوم چې په دغه قیمت ارزي که نه".

په داسې حال کې چې تمه کېږي ۲۰۱۶ کال کې چین او شمالي امریکا کې د ځیرکو ټیلیفونونو پلور کې بدلون رانشي، هند یو له یوازینیو بازارونو دی چې وده به وکړي.

نو د پېرېدونکو د غوراوي او چنو وهلو لپاره بازار ګڼ او لوی دی.

ورته مطالب