امریکا د ایران ۲ میلیارد کنګل شوي ډالر د قربانیانو کورنیو ته ورکوي

د انځور حقوق AP
Image caption په ۱۹۸۳ کال، بیروت کې د امریکا پر سفارت او پوځي څانګې لږترلږه ۲۴۱ کسان ووژل شول

په امریکا کې عالي محکمې په ۱۹۸۳ کال د بیروت چاودنه او نورو ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته اجازه ورکړې، چې د ایران دوه میلیارده کنګل شوي ډالر ترلاسه کړي.

دا حکم د ۲۴۱ وژل شویو د هغو څه باندې ۱۳۰۰ خپلوانو په ګټه دی، چې د امریکا د پوځ په چوکاټ کې زیانمن شوي دي.

امریکا د ایران په ملاتړې حزب الله ډلې د بیروت د خونړي برید پړه اچولې ده.

حزب الله او ایران وايي چې په برید کې دوی هېڅ لاس نه درلود.

د ایران مرکزي بانک هڅه کړې، چې د امریکايي محکمې پر دغې پرېکړې نیوکه وکړي.

په ۱۹۸۳ کال بیروت کې د امریکا پر سفارت او پوځي برخې بریدونه د یوې شیعه لبنانۍ ډلې له خو وشول، چې دوه کاله وروسته حزب الله ډله رامنځ ته شوه.

دغو ملېشو هغه مهال د ایران په ډېر ملاتړ پوځي تمرینونه کول.

د برید په دویم کال، امریکا له لبنان نه خپل ډېری ځواکونه وایستل.

ورته مطالب