بنګلدېش کې د 'بې دینه' نظریو لرونکی پروفیسر وژل شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption تېر کال، هم په ورته پېښو کې څلور سیکولر وېبلاک لیکونکي د چړو په بریدونو کې ووژل شول.

بنګلدیش کې د پوهنتون یو استاد کار ته پر لارې تر مرګه وهل شوی، چې د پولیسو په وینا، دا په وروستیو میاشتو کې د بې دینه وېبلاک لیکونکو او سیکولر فعالانو پر وړاندې وژنو ته ورته پېښه ده.

د بنګلدیش راجشاهي پوهنتون د انګلیسي څانګې ۵۸ کلن پروفیسر رسول کریم صدیق پوهنتون ته پر لاره و، چې ناپېژاندو کسانو د چړو بریدونه ورباندې وکړل.

تېر کال، هم په ورته پېښو کې څلور سیکولر وېبلاک لیکونکي د چړو په بریدونو کې ووژل شول.

د پولیسو یوه مرستیال مشر ناهید الاسلام فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي، صدیق د یوه کلتوري پروګرام په جوړولو کې برخه اخیستې ده، او د بنګلدیش "جماعة المجاهدین اسلامي ډلې" سیمه (باګمارا) کې یې یو ښوونځی هم جوړ کړی.

تېر کال د ایټالیا پر یوه کاتولیک مذهبي مشر د برید په تړاو د "جماعة المجاهدین" ډلې ځینې غړي ونیول شول.

د روانې میاشتې لومړیو کې هم د حقوقو یو محصل پلازمېنه ډاکه کې د چړو په لاس برید کوونکو په برید کې ووژل شو.

یاد وېبلاګ لیکونکي پر انټرنېټ خپل سیکولر نظریات خپاره کړي وو.

په ۲۰۱۳ کال اسلامي ډلو د تېر کال وژل شویو وېبلاګ لیکونکو نومونه هم د هغو ۸۴ "سیکولر وېبلاګ لیکونکو" په لیست کې راوړي وو، چې د وژلو کېدو جواز یې ورکړل شوی و.

بنګلدیش کې د شیعه، صوفیانو، احمدي ډلې، عیسویانو او هندوانو په څېر پر لږکیو هم ورته بریدونه کېږي.

په ورته بریدونو کې بهرنیان هم په ډزو ویشتل شوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د بنګلدیش راجشاهي پوهنتون د انګلیسي څانګې ۵۸ کلن پروفیسر رسول کریم صدیق پوهنتون ته پر لاره و، چې ناپېژاندو کسانو د چړو بریدونه ورباندې وکړل.

د دغو شان ډېری بریدونو پړه "اسلامي دولت" ډلې پرغاړه اخیستې ده، خو تر اوسه دا ادعاوې کوم خپلواک لوري نه دي تایید کړې.

بنګلدیش په رسمي توګه سیکولر دولت دی، خو ګوتنیوونکي وايي، حکومت د دا ډول بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

ورته مطالب