د امریکا اوهایو کې وسله وال د یوې کورنۍ اته غړي وژلي

د انځور حقوق AP

امریکايي چارواکو ویلي، د اوهایو ایالت په یوه کلیواله سیمه کې د څلورو څنګلورو کورونو اته غړي وژل شوي. ویل کېږي ددغو کسانو وژل کېدل "اعدام" ته ورته دي.

د اوهایو د محکمې له خوا په خپرو شویو خبرونو کې ویل شوي، امکان لري چې وژل شوي د یوې کورنۍ غړي وي.

په وژل شویو کې لږترلږه دوه ماشومان دي.

د اوهایو محکمې ویلي، تر اوسه په دې اړه څوک نه دي نیول شوي.

د قاتل یا قاتلانو د نیولو لپاره په سیمه کې لسګونه پولیس ګومارل شوي.

په سیمه کې یوه مذهبي مشر ویلي، امکان لري شاید د پېښې لامل کورنی اختلاف وي.

له بریده درې ماشومان ژغورل شوي.

ورته مطالب