اوباما: سوریې ته ځمکني ځواکونه نه استوم

Image caption د اوباما په وینا، د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ځواکونه به د سوریې ''رقه'' ښار په څېر سیمو کې د ''اسلامي دولت'' ډلې پرضد خبلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له بي بي سي سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي، هېواد یې سوریې ته د ځمکنیو ځواکونو استولو هوډ نه لري. نوموړی ټینګار کوي یوازې پوځي عملیات د سوریې د ستونزو حل لاره نه ده.

اوباما بي بي سي ته وویل: ''دا به تېروتنه وي چې امریکا او یا بریتانیا، د بشار الاسد د رژیم ړنګولو لپاره دغه هېواد ته پوځيان واستوي''.

ده وویل، پر دې باور نه دی چې د ولسمشرۍ د پړاو تر پای ته رسېدو پورې به د ''اسلامي دولت'' ډله په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي.

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې بریتانیا ته د درې ورځني سفر په لړ کې وکړې، چې په وینا یې هغه څه چې په سوریه کې تېرېږي، ''اندېښمنوونکي'' دي او په دغه هېواد کې وضعیت ډېر ''پېچلی'' شوی دی.

د اوباما په وینا، د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ځواکونه به د سوریې ''رقه'' ښار په څېر سیمو کې د ''اسلامي دولت'' ډلې پرضد خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي.

ده وویل، نړیواله ټولنه باید په سوریه کې د ایران او روسیې په څېر پر ښکېلو غاړو او ''منځلارو'' مخالفانو فشار راوړي، چې یوه لنډمهالي پړاو ته د رسېدو لپاره د خبرو مېز ته کښېني.

اوباما زیاتوي، البته دا کار ''ستونزمن'' دی.

د سوریې پنځه کلنه جګړه کې لږترلږه ۲۵۰۰۰۰ کسان وژل شوي او میلیونونه نور وګړي له جګړو تښتېدلي دي.

ورته مطالب