د تېلو بيو پرځېدو منځني ختيځ ته "۳۹۰ ميليارده ډالر" زيان اړولی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د يوه کال په موده کې د يوه بېلر تېلو بيه له ۱۵۵ ډالرو څخه ۳۰ ډالرو ته راولوېده

د پيسو نړيوال صندوق خبرداری ورکړی چې، تېر کال د تېلو بيو د پرځېدو له امله په منځني ختيځ کې د تېلو صادرونکو هېوادونو ته ۳۹۰ ميليارده ډالر زيان اوښتی دی.

دغه صندوق راتلونکی کال د تېلو د صادرونکو هېوادونو زيان ۱۵۰ ميليارده ډالر اټکل کړی دی.

د پيسو نړيوال صندوق وايي چې منځني ختيځ کې د تېلو صادرونکي هېوادونه بايد د اقتصادي زيان د مخنيوي لپاره په خپلو لګښتونو کې کموالی راولي.

د يوه کال په موده کې د يوه بېلر خامو تېلو بيه له ۱۵۵ ډالرو څخه ۳۰ ډالرو ته راولوېده، چې اوس بېرته ۴۰ ډالرو ته جګه شوې ده.

د دغو بيو پرځېدا د تېلو لويو صادرونکو هېوادونو لکه کويت او سعودي پر اقتصاد منفي اغېز وکړ چې له امله يې دغو هېوادونو په خپلو لګښتونو کې کموالی راوست.

د پيسو نړوال صندوق تر دې وړاندې راپور کې د غه زيان ۳۶۰ ميليارده ډالر ښودلی و، خو نويو شمېرو کې ۳۰ ميليارده زياتوالی راغلی دی.

د تېلو صادرونکو هېوادونو وړاندوينه کړې وه چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به د یوه بېلر تېلو بيه ۷۰ ډالرو ته لوړه شي.

ورته مطالب