نړۍ کې د اوبو د کمي په اړه اندېښنې

د انځور حقوق Getty Images

اوبه د ځمکې پرمخ د نورو شیانو څخه توپیر لري.

واضح ده چې له اوبو پرته موږ ژوند نشوکولای.

خو د دې تر څنګ زموږ د ژوند د هر فعالیت سره هم مرسته کوي- نه یواځې زموږ په ورځیني ژوند کې، بلکې همدا ډول د خوراکي شیانو په کرلو، د انرژۍ په تولید او په ټولوغټو او وړو صنایعو کې.

اوبه له دې امله هم بېسارې دي چې له منځه نه ځي- د نورو اړتیا وړ شیانو په شان د تودوخې له امله نه ماتېږي خو په بخار بدلېږي، په پرلپسې ډول خپله بڼه بدلوي د دې لپار چې په بل وخت کې بل ځای ته انتقال شي.

د نړیوالو زېرمو د اوبو پروګرام مدیره، بیټسي اوټو، وايي،"هغه اوبه چې موږ یې نن د څښلو لپاره کاروو د تایرانوساروس ریکس له پزې څخه راتوې شوي دي".

دا ښايي دغه خبره روښانه کړي چې ولې دا تر ټولو قیمتي زیرمه وړیا ده. سره د دې چې حتی له سرو زرو. پلاتینم یا الماسو سره هم نشي پرتله کېدای او له هغو هم ګرانې دي، خو د ځمکې په ډېرو برخو کې اوبه عملا کوم مالي ارزښت نه لري.

خو نور اوبو ته د نه تمامېدونکې زېرمې په سترګه نه کتل کېږي ځکه چې د نړۍ په ډېرو برخو کې اوبه ورځ تر بلې په کمېدو دي.

د نړۍ نفوس په بېساري توګه مخ په زیاتېدو دی، د شتمنۍ زیاتېدلو له امله د غوښې خوراک او د اوبو مصرف ډېرشوی دی، د اقلیمي بدلون له امله هوا بدله شوې، وچکالۍ او د هوا ککړتیا د اوبو پرمحدودو زېرمو باندې سخت فشار راوړی.

د نړیوالو زېرمو د اوبو پروګرام وايی له یو ميلیارده زیات خلک اوس په هغوسیمو کې ژوند کوي چې اوبه په کې کمې دي، کېدای شي تر ۲۰۲۵ پورې دا رقم ۳،۵ ملیاردو ته ورسېږي. اټکل شوی چې په راتلونکو ۲۰ کلونو کې به اوبو ته اړتیا ۴۰ سلنه ډېره شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د نړۍ په زیاتېدونکو برخوکې سخته وچکالۍ ده

له بده مرغه، په وروستیو کلونو کې د خوراکې شیانو او لباس د تولید صنایعو هغو سیمو ته انتقال کړی چې اوبه په کې کمې دي- دا عموما مخ پر ودې هېوادونه دي چې غواړي له دې فرصت نه په ګټې اخیستو خپل صنایع پیاوړي کړي، خلکو ته کارونه او شتمني پيدا کړي.

د نړۍ په هغو سیمو کې چې اوبه تر ټولو لږ دي، معمولا اوبه او د هغې لېږدول ترټولو ارزانه دي.

د چاپېریال د څېړنې ډلې، تروکاسټ، مشر، ریچرډ ماټیسن، وايی: "که جینز پتلونونه په ډنمارک کې جوړېدل، سمه به وه. خو هلته نه جوړېږي، بلکې د نړۍ په هغوسیمو کې جوړېږي چې د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دي."

ښکاره ده چې ستونزه پېدا کېدونکې ده.

مېرمن اوټو وايی: "موږ په چټکۍ سره مخ پر ځوړ روان یوو، لکه چې زېرمې نا محدودې وي، دا حالت باید بدل شي. موږ باید وپوهېږو چې له انډوله وتلي یوو او ډېرو جدي خطرونوسره مخ یوو. "

"ستر بدلون"

خو اوس پيل شوی چې دا پېغام ورسېږي.

د انځور حقوق SABMiller
Image caption د بیرو تولید ډېرو اوبو ته اړتیا لري

مېرمن اوټو وايی: "په تېرو پنځو کلونو کې یو ستر بدلون راغلي، د هغو شرکتونو په مشرتوب چې راتلونکې ته ګوري، په تېره بیا د لباس جوړولو، خوراکي شیانو او مشروباتو د تولید په صنایعوکې."

ساب میلر(SAB Miller) یو له دغو شرکتونو څخه دی. د اوبو د امنیت او د چاپېریال د ارزښت د څانګې مشر، آندرې فوري، وايي: "که اوبه نه وي، بیر به هم نه وي".

د بریتانیا د بیر جوړولو دغه شرکت په هغو هېوادو کې چې په کې بیر تولیدوي لکه- هند، نایجریا، پیرو او جنوبي افریقا- د اوبو د کمښت او د دې شرکت تجارت ته د خطرونو په اړه ښه پوهېږي، نوځکه يې اته کال پخوا پرېکړه وکړه چې په خپل شرکت کې د اوبو د لګښت حساب ونیسي، او ادعا کوي چې د مصرفي شیانو تولیدونکی لومړی شرکت دی چې دا کار يې کړی دی.

دې شرکت موندلې چې ۹۰ سلنه اوبه يې د هغو شیانو د تولید لپاره کارول کېږي چې د بیرو لپاره پکارېږي، لکه اوربشې، په داسې حال کې چې خپله د بیرو په جوړولو کې دومره ډېرې اوبه نه کارول کېږي.

د انځور حقوق SABMiller

ډېرې اوبه د هغو شیانو د کرلو لپاره کارول کېږي چې د بیرو جوړولو لپاره پکارېږي، خو خپله د بیرو جوړول دومره ډېرې اوبه نه غواړي( تصویر د ساب میلر)

دغه شرکت پرېکړه وکړه چې تر ۲۰۱۵ پورې د خپلو اوبو مصرف ۲۰ سلنه راکم کړي، او دا هدف يې له وخته یو څه وړاندې ترلاسه کړ. اوس هغوی د یو لیټر بیرو د تولید لپاره ۳،۵ لیټره اوبه مصرفوي، او غواړي چې تر۲۰۲۰ پورې دا رقم يوزاې ۳ لیټرو ته را ټیټ کړي.

خو دا پرېکړه يې هم کړې ده چې د اوبو د کمښت پراخو خطرونو ته هم پام وکړي، د بېلګې په توګه د پیرو پلازمېنې لیما ته نژدې د کانونو را ایستلو سیمه ییزو شرکتونو او بزګرانو سره خبرې کوي چې د اوبو د ککړتیا مخه ونیسي او پرېنږدي چې کیمیايي سره له اوبو سره سیمه ییزو سیندونو ته خپره شي.

خو د دې خطرونو سمبالول ډېر لګښت غواړي. دا شرکت چمتو دی چې د خپلو اوبو د زیرمو او کیفیت د ساتنې لپاره ډېرې پېسې ولګوي.

د ساب شرکت په هغو سیمو کې چې فعالیت کوي او ښايي د بیر جوړولو یواځې یوه فابریکه ولري، معمولا ۵۰۰ زره ډالره لګوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د لباس جوړولو ستر شرکت، لیوي شتراوس، چې د جینز لباس له امله نوم لري، د اوبو د ساتنې په برخه کې یو بل مخکښ شرکت دی.

پنځه کاله پخوا، دا شرکت پوه شو چې اوبه د هغې سوداګرۍ ته "حیاتي" مساله ده، او پيل يې وکړ چې د خپلو تولیداتو د کیفیت له کمولو پرته، د اوبو استعمال کم کړي.

اوسه هغه د یو جوړه جینز پتلون د جوړولو لپاره ۹۶ سلنه لږ اوبه مصرفوي- دا له هغې اندازې ډېره کمه ده چې صنایع يې په منځنۍ کچه لګوي چې ۱۱،۰۰۰ لیټره کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لیوي شټراوس شرکت، په خپلو بیلابیلو فابریکو کې د اوبو د مصرف د کمولو لپاره ډېر ګامونه پورته کړي

د پايښتي فعالیتونو د چارو د مشر مرستیال، مایکل کوبوري، وايی دغه ډول کارونه به "د عملیاتو او شهرت خطرونه کم کړي، د لګښت سمبالولو سره به مرسته وکړي او د تولید د نوښتونو له لارې به وده رامنځته کړي."

دغه نوښت نه یواځې یو ميلیارد لیټره اوبه سپما کړې دي، بلکې د انرژۍ لګښت يې هم سپما کړی دی، او د هر جوړه جین په تولید کې ۴ سنټه سپما شوې ده.

همدا راز، د مصرفي شیانو د تولید ستر شرکت، یوني لیور او د فولکس واګن موټر جوړولو شرکت، د ونو پر کېنولو باندې په سلګونو میلیونه ډالره لګولي چې په افریقا او جنوبي امریکا کې د خپلو اوبو زېرمې وساتي.

د قهوې جوړولو لوې شرکت، سټاربکس، په مکسیکو او اندونیزیا کې د خپلې قهوې د کروندو لپاره د اوبو د زېرمو د ساتنې لپاره د میلیونو ډالرو ژمنه کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جین لباسونوپه جوړولو کې ډیرزیاتې اوبه مصرفیږي

مایکروسافټ شرکت د ډېرو پيسو په لګولو سره تجربې او ازموینې کوي چې د کالیفورنیا سمندري غاړو ته نژدې د خپلو کمپیوټري اطلاعاتو مرکزونه تر سمندر لاندې جوړکړي، د دې لپاره چې د هغوی د سړولو لپاره ډېرې اوبه ونه لګول شي.

بشري حقونه

د نړۍ شرکتونو د اوبو زېرمو لپاره ډېر شمېر ريښتیاني خطرونه شته دي، په تېره بیا د کرنې، انرژي، کمپیوټري ټکنالوژۍ او د کانونو په برخو کې، همدا راز د خوراک، څښاک، لباس، مصرفي شیانو، پرچون پلورلو او نورو برخو کې.

تر ټولو ستره نامعلومه خبره دا ده چې آیا، یوه ورځ به د اوبو لېږدول نه بلکې خپله اوبه لګښت ولري، او د نړیوال اقتصاد او بشري نژاد لپاره به يې بېساری مهم رول څرکند وي.

ځینې کسان استدلال کوي چې د یو بنسټیز بشري حق په توګه اوبو ته پرلاسرسي باندې به هېڅکه یوه بیه کینښودل شي. خو ځینې نور بیا وایي چې دا کار حتما کېدونکی دی.

همدا اوس په کالیفورنیا او د اسټرالیا د مورې ډارلینګ په سیمه کې د اوبو د سوداګرۍ یو سیستم په بریالۍ توګه کارول شوی چې د وچکالۍ په وختونو کې د اوبو کارول په زیاته کچه کموي.

که دا ډول پروګرامونه په پراخه توګه رواج ومومي، د سوداګريزو شرکتونو لپاره به يې پایلې ډېرې لويې وي.

د تروکاسټ څېړنې ښيي چې که د اوبو پر ارزښت باندې یوه بیه کېښودل شي، د نړۍ د سترو شرکتونو له نیمايي برخې نه ډېرې ګټې به يې له ګواښ سره مخ شي.

نو، شرکتونه باید مخکې له دې نه چې فرصت له لاسه ووځي، همدا اوس په کار لاس پورې کړي.