ډېر شمېر خلک ځانونه د 'نړۍ اتباع' بولي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د نړۍ ډېر خلک نړیوال تابعیت ته پر ملي تابعیت ترجېح ورکوي.

د نړۍ ډېر خلک تردې ډېر چې ځان د خپل هېواد اتباع وګڼي، ځان د نړۍ د اتباعو له ډلې بولي.

د بي بي سي لخوا ترسره شوې نظرپوښتنه ښيي چې د نړۍ په ځېنو هېوادونو کې ډېری خلک د خپل ملي تابعیت برسېره کولو او خپلو هېوادوالو پورې د خپلو اړیکو محدودولو پرځای په دې باور دي چې د یوه نړیوال تبعه په توګه باید د بېلابېلو ملتونو او فرهنګونو له خلکو سره اړیکې ولري.

په دې نظرپوښتنه کې په ۱۸ هېوادونو کې له ۲۰ زرو ډېرو کسانو ګډون کړی دی.

دا ډول نظر په ځانګړې توګه د نړۍ مخ پر ودې هېوادونو په اتباعو کې ډېر پراخ دی. د بي بي سي په دې نظرپوښتنه کې په نایجیریا کې ۷۳ سلنه پوښتل شویو کسانو ځانونه د نړۍ اتباع وبلل او دا شمېره بیا په چین کې ۷۱ سلنه، پیرو کې ۷۰ سلنه او هند کې ۶۷ سلنې ته ورسېده.

په مقابل کې په پرمختللیو صنعتي هېوادونو کې دا احساس مخ پر ځوړ و او په ځانګړې توګه دې بهیر په ۲۰۰۸ کال کې د بانکي رکود وروسته زور اخستی دی. د مثال په توګه، په جرمني کې یواځې ۳۰ سلنه خلکو ځان نړیوال اتباع بولي چې دا په تېرو ۱۵ کلونو کې ددې نظرپوښتنې له پیله تر ټولو ټیټه کچه ده.

د کومو هېوادونو اتباع ځان ډېر نړیوال بولي؟

١- نایجریا؛ ٢- چین؛ ٣- پیرو؛ ٤- هند؛ ٥- اسپانیا؛ ٦- کینیا؛ ٧- غنا؛ ٨- پاکستان؛ ٩- کاناډا؛ ١٠- برازیل؛ ١١- یونان؛ ١٢- بریتانیا؛ ١٣- اندونیزیا؛ ١٤- د امریکا متحده ایالات؛ ١٥- مکزیک؛ ١٦- شیلی ١٧- جرمني؛ ١٨- روسیه.

پر نړیوال رکود سربېره دا احتمال هم شته چې د مخ پر ودې هېوادونو پر خلاف چې د نړیوال تبعه په توګه باور لري د نړۍ په هر ګوټ کې باید د مهاجرت او ژوند له حقونو برخمن وي، د بډایو هېوادونو اتباع په ځانګړې توګه وروستیو کډوالیو ته په کتو، د نورو هېوادونو منلو او هغوی سره ګډ کېدو ته کمه لېوالتیا لري.

په ۱۸ هېوادونو کې چې دا نظرپوښتنه شوې ده، د نایجیریا او چین اتباعو تر ټولو ډېر او د روسیې او جرمني اتباعو ترټولو کم ځانونه نړیوال وبلل. برېتانیا هم په ۱۲مه درجه، اندونیزیا ۱۳ او امریکا په ۱۴مه درجه کې راغلل.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ژوند چاپیریال په اړه د ملګرو ملتونو ناسته: د ځینو خلکو لپاره د "نړۍ تابعیت" د بشر د ستونزو په تړاو ګډ مسوولیت په معنا دی.

په دې نظر پوښتنه کې د اروپایي هېوادونو له اتباعو د سوریایي کډوالو د منل کېدو په تړاو پوښتنه وشوه. په اسپانیا کې نژدې ۸۴ سلنه زیات و کم (یعنې له قطعي نه تر مشروط پورې) د سوري کډوالو له منلو سره موافق وو او دا شمېره په برېتانیا کې ۷۲ سلنه، فرانسه کې ۵۸ سلنه او جرمني کې ۵۴ ته ورسېده.

جالبه دا ده چې روسیه کې یواځې ۱۱ سلنه خلکو سوري کډوال د منلو وړ بلل او له دې ډلې یواځې ۲ سلنې په قطعي ډول له هغوی ملاتړ وکړ. په دې توګه روسان د نورو هېوادونو تر وګړو کم له نړیوالتوب او نورو سره اړیکو لرلو مفهوم سره موافق دي.

په دې نظر پوښتنه کې بله پوښتنه ددې هېواد له اتباعو سره د نورو هېوادونو د اتباعو واده کول یا په ټولیز ډول، د بېلابېلو ملیتونو، نژادونو او فرهنګونو د خلکو ترمنځ واده کول وو. المان کې ۴۶ سلنه پوښتل شویو کسانو وویل، نه پوهېږي دې پوښتنې ته څه ځواب ورکړي یا یې داسې ویل چې "شرایطو پورې تړلې ده." په مقابل کې په نورو اروپایي هېوادونو اکثره خلکو د بېلابېلو نژادونو او دینونو د خلکو ترمنځ د واده هرکلی وکړ.

کوم څه چې په څرګنده تر سترګو کېږي دا دي چې د ملیت په پرتله مذهب د فردي هویت د عامل په توګه خپل اهمیت له لاسه ورکړی دی. په دې ډله کې استثنا یواځې پاکستان دی چې ددې نظرپوښتنې د پایلو له مخې ۴۳ سلنه خلکو په لومړي درجه کې ځانونه مسلمان بلل. البته مذهب په پرمختللو هېوادونو کې د فردي هویت ټاکلو کې په یوه اندازه اهمیت نه لري.

د انځور حقوق AP
Image caption کشمیري مسلمانان: د نړۍ ډېرو خلکو ته دیني هویت پر ملي هویت لوړوالی لري.

د مثال په توګه، په متحده ایالتونو کې ۱۵ سلنه خلکو خپل هویت په لومړۍ درجه کې مذهب وباله په داسې حال کې چې دا شمېره په اروپایي هېوادونو کې یواځې ۵ سلنه وه.

مهمه مساله چې په دې څېړنه کې مطرح شوه، د "نړیوال تبعه" تعریف څرنګوالی و چې ستونزمن مفهوم دی او بېلابېل فردي اخستنې (برداشتونه) ترې کېږي.

د ځېنو پوښتل شویو لپاره، نړیوال کېدل د نورو هېوادونو اقتصادي امکاناتو ته د لاسرسي په معنا ده، لکه د کډوالۍ له لارې، په داسې حال کې نور په دې باور وو، د نړیوال تبعه په توګه، د نړیوالو ستونزو د حل کولو په تړاو په ځانګړې توګه د چاپیریال ککړتیا سره د مقابلې په برخه کې ګډ مسوولیت لري.

البته نور عوامل او عناصر هم په دې برخه کې په پام کې ونیول شول. لکه دا چې نړیوال کېدل له نورو سره د اړیکو اسانتیا په معنا ده په ځانګړې توګه د ټولنیزو رسنیو او په ټولو هېوادونو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر شرایطو او د خلکو پر برخلیک د هغې د مثبت او جوړوونکي اغیز له لارې.