تر ټولو"گلالى" ډاکټر

Image caption ډاکترمحمد وسيم معاذ د يو کوچني معاينه کوي. د وژل کېدو پر مهال ٣٦ کلن و.

د سوريې حلب کې د کوچنيانو د ناروغيو يو وروستى متخصص چې لا هم د ياغيانو تر کنترول لاندې دې سيمه کې په خدمت بوخت و، د پنج شنبې په ورځ يوۀ هوايي بريد کې ووژل شو.

ډاکټر محمد وسيم معاذ له ١٤ ناروغانو او دوو نورو ډاکټرانو سره د القدس پر روغتون بريد کې وژل شوى.

ټولو ځاني تلفاتو د سيمې خلکو ته ټکان ورکړى، خو په ځانگړې توگه د ډاکټر معاذ وژل کېدو ډېر خلک خفه کړي دي.

په فېس بوک د هغۀ د يو ملگري لخوا وړاندې شوې پيرزوينې له ٢٣ زره زياتو خلکو يو بل سره شريکې کړې دي.

دې پيغام کې د حلب د کوچنيانو د روغتون مشر ډاکټر حاتم، د ډاکټر معاذ د بشر پالنې او زړورتيا ستاينه کړې ده.

دى وايي " ډاکټر معاذ چې ٣٦ کلن و، د ورځې به يې د کوچنيانو روغتون کې کار کاوه او ماښام به يې د القدس روغتون کې سخت ناروغان کتل".

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بې پولې ډاکټران وايي" دا روغتون هرچاته معلوم او تېره ورځ يو مخامخ هوايي بريد کې په نښه شو.

دى وړاندې زياتوي، دى او ډاکټر معاذ به هره ورځ شپږ ساعته يوځاى وو، هغه ملگرى او خواخوږى انسان و، د روغتون ټولو کارکوونکو سره به يې ټوکې کولې، هغه زمونږ په روغتون کې تر ټولو ښۀ اوگلالی ډاکټر و.

د هغۀ يوه بل همکار بي بي سي ته وويل " ٣٦ کلن معاذ يې پوخ ملگرى و، هغه واده نه و کړى، غوښتل يې چې کله روان خونړى جنگ پاى ته ورسېږي بيا به واده کوي، هغۀ خپل هېواد سره ډېره مينه درلوده، که دى هم تللى واى چا به د دې کوچنيانو درملنه کوله"؟

د بې پولې ډاکټرانو، ايم ايس ايف، چې د القدس روغتون چارې يې پر مخ وړلې، ويلي داکټر معاذ په حلب کې د کوچنيانو د ناروغيو يو وروستى ډاکټر و، له ٢٠١٣ کال نه يې هلته کار کاوه".

د انځور حقوق Getty
Image caption سيمه ايزه سرچينې ددې بريد پړه د روسيې او سوريې په هوايي الوتکو اچوي، خو د سوري پوځ داخبره رد کړې ده.

د ايم ايس ايف يوۀ استازي بي بي سي ته ويلي " هغه تل د خلکو د اړتياوو په اړه اندېښمن و، هغه يو پاک او ژمن سړى و، داسې حالاتو کې يې کار کاوه چې څوک يې په اړه فکر هم نشي کولى".

د بې پولې ډاکټران وايي" دا روغتون هرچاته معلوم او تېره ورځ يو مخامخ هوايي بريد کې په نښه شو".

سيمه ايزو سرچينو د دې بريد پړه د روسيې يا د سوريې په جنگي الوتکو اچولې، خو د سوريې پوځ په روغتون بريد کې لاس لرل رد کړي دي.