د هند فلمي ستوري سلمان خان یو ځل بیا ناندرۍ را پارولې

د انځور حقوق IOA
Image caption د هند د اولمپیک چارواکو دې پرېکړې ناندرۍ را وپارولې او د فلم او سپورټ نړۍ لوبغاړي یې سره ووېشل

د هند د فلمي صنعت وتلي ستوري سلمان خان ته ناندرۍ او ورباندې نیوکې کومه نوې خبره نه ده، دغه مشهور فلمي لوبغاړی وړاندې هم د خپلو ویناو او کړنو له امله ناندرۍ را پارولې، خو دا ځل د تېرو هغو پر خلاف د را ټوکېدلې ناندرۍ لامل د نوموړي وینا یا کړنه نه، بلکې هغه سره تړلې د هند ورزشی چارواکو یوه پرېکړه ده.

د هند اولمپیک ادارې پتېیلې چې ښاغلی خان به روان کال د برازیل ریو دې جینرو ښار کې د اولمپیک د سیالیو پر مهال د هندي ورزشکارانو استازیتوب کوي.

د هند د اولمپیک چارواکو دې پرېکړې ناندرۍ را وپارولې او د فلم او سپورټ نړۍ لوبغاړي یې سره ووېشل.

د هند وتلی پخواني منډه وهونکي مېلکا سېنګ چې ګڼ نړیوال ریکاډونه یې جوړ کړي او په دې وروستیو کې یې په اړه د "بهاګ مېلکا بهاګ" په نامه بریالی هندي فلم نندارې ته وړاندې شو، سږنیو اولمپیک سیالیو کې د هند استازیتوب حق د ورزشکارانو وباله.

Image caption د هند وتلی پخواني منډه وهونکي مېلکا سېنګ هم د دغې پرېکړې مخالفت کړی

د هند وتلی غېږه نیوونکی "یوګېشور ډټ" هم د ټوېټر له لارې د هند اولمپیک ادارې دې پرېکړې سره ټینګ مخالفت وښود. نوموړي پر خپل ټوېټر پاڼې لیکلي، "آیا څوک ما ته دا ویلی شي چې د "ښه نیت استازي" دنده څه ده؟ ولې خلک تېر باسئ؟ هر څوک کولی شي په هند کې فلمونو لپاره تبلیغ او بازار موندنه وکړي، خو اولمپیک د فلمونو د بازار موندنې ځای نه دی."

خو د همامالني، ایشوریا رای، او سېدهارت ملهوترا په څېر مشهور فلمي ستورو او د کرن جوهر او صبحاش ګای په څېر مخورو فلم جوړونکو د ښاغلي خان ننګه کړې او د هند اولمپیک ادارې دا ګام یې پر ځای پرېکړه بللې ده.

د ۲۰۱۶ م کال اولمپیک لوبو کې د هند استازولۍ لپاره د سلمان خان د غوراوي پر وړاندې د هند پېژندل شویو پخوانیو او اوسنیو ورزشکارانو نیوکو ته په ځواب کې د فلمي صنعت لوبغاړې او د هند د پارلمان غړې کېرن کهېر وویل "اړینه نه ده چې یوې ورزشي دستورې کې د یوهٔ هېواد د ښه نیت استازی هرو مرو د سپورت د ډګر یوه څېره وي. هر هغه وتلی او مخور کس چې الهام بښوونکی وي، کولی شي د ښه نیت سفیر وي."

سلمان خان لا د دغو نیوکو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښوولی، خو پلار يې، مشهور فلم لیکوال سلیم خان د خپل زوی ملاتړ ته را دانګلي. سلیم خان وویل که څه هم زوی يې تر اوسه په کومه ورزشي سيالۍ کې ګډون نه دی کړی، خو یو ښه بایسکل چلوونکی او لامبووهونکی دی.

Image caption د ايشوريا رای په ګډون يو شمېر فلمي ستورو د خان ننګه کړې او د هند اولمپیک ادارې دا ګام یې پر ځای بللی

سلمان خان په تېر جولای کې هم وروسته له هغه نیوکې را وپارولې چې د یعقوب میمن چې د اعدامېدو په درشل کې و ننګه وکړه.

ښاغلي خان پر خپل ټوېټر پاڼې د یعقوب میمن د اعدامېدو په تړاو (چې په بمي چاودنو کې په لاس درلودو پړ پېژندل شوی و)، لیکلي و چې چاودنې د یعقوب ورور "ټایګر میمن" کړي او دلته ناسم کس په دار ځړول کېږي.

توندلاري هندوان د سلمان خان د کور پر وړاندې را غونډ شول او د "سلمان پاکستان ته ورشه" شعارونه یې ورکول.

سلمان خان وروسته له خپل ټویټر پاڼې دا لیکنه ړنګه کړه او پلار يې سلیم خان د هغه په استازیتوب بښنه وغوښته.

نوموړي خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې اعتراض کوونکي دې دوی ته نور پاکستان ته د تللو خبره نه کوي، ځکه که له هنده د وتلو خبره وي نو دوی به افغانستان ته ځي چې نیکونه یې له هغه ځایه راغلي او په هند کې مېشت شوي و، او په وینا یې هلته خپلوان لري.