د جرمني پولیسو سلګونه چپ اړخي معترضان نیولي دي

د انځور حقوق Reuters

د جرمني پولیسو د ښي اړخي ګوند "د جرمني لپاره بدیل (الټرنېټف)" پرضد د چپ اړخو اعتراضي لاریونونو په لړ کې سلګونه کسان نیولي دي.

د جرمني په اشتوتګارت ښار کې سلګونه چپ اړخي کسانو په اعتراض لاس پورې کړ ترڅو د کنفرانس ځای ته د ښي اړخو د ورتګ مخه ونیسي.

له ۱۰۰۰ ډېر پولیس ددې کنفرانس د امنیت ساتلو لپاره اشتوتګارت ته لېږل شوي دي.

پولیس د مرچو سپرې په کارولو سره د هغو معترضانو مقابلې ته لاړل چې په اوسپنیزو میلو او لرګیو یې غوښتل د کنفرانس ودانۍ ته "د جرمني لپاره بدیل" ګوند غړو د ورتګ مخنیوی وکړي.

معترضانو هڅه وکړه د کنفرانس ودانۍ مخې ته د موټر ټایرونو ته اور واچوي.

د انځور حقوق Reuters

له دې اعتراضونو سره سره، کنفرانس د پروګرام له مخې نن سهار (شنبې، اپرېل ۳۰مه) پیل شو.

دا ګوند درې کاله وړاندې جوړ شوی او په دې وروستیو کې یې په سیمه ییزو ټاکنو کې د پام وړ بریالیتوبونه ترلاسه کړل. ددې ګوند مشران وایي، اسلام په جرمني کې ځای نه لري.

دوی غواړي چې په جرمني کې بورکه او په لاسپیکرونو کې اذان بند شي.

"د جرمني لپاره بدیل ګوند" هڅه کوي ترڅو ددې هېواد د راتلونکي کال په سراسري ټاکنو کې له همدې سیاست سره پارلمان ته لاره ومومي.

ورته مطالب