ډان ورځپاڼه: له بن لادن وروسته القاعده اوس هم ګواښ دی

"له بن لادن وروسته القاعده اوس هم یو خطرناک ګواښ دی". دا په پاکستان کې د چاپېدونکې ډان ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي القاعده شبکه په ۲۰۱۱ کال کې د مۍ میاشتې په دویمه نېټه د اسامه بن لادن چې د دغې شبکې بنسټګر و، له وژل کېدو وروسته هم فعاله پاتې شوه او خپلو بریدونو ته یې په افریقا، یمن او د نړۍ په نورو برخو کې دوام ورکړ.

ورځپاڼه د کارپوهانو له خولې لیکي چې که څه هم د القاعده شبکې ځای د "اسلامي دولت" په نامه ډلې ونیوه خو لا هم دا شبکه یو خطرناک ګواښ دی.

ورځپاڼه لیکي هغه مهال چې امریکايي ځانګړو ځواکونو په ایپټ آباد کې اسامه بن لادن وواژه، القاعده شبکه وار دمخه ډېره زیانمنه شوې وه ځکه چې ګڼ غړي او مشران یې د امریکا له خوا د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال یا وژل شوي وو یا هم نیول شوي وو.

او کله چې ایمن الظواهرې د دې شبکې مشري پر غاړه واخیسته نو تر هغه له ننګونو سره مخامخ و چې د همدې شبکې یوه څانګه جلا شوه.

ډان لیکي د القاعدې همدې څانګې په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوریې کې ډېرې سیمې ونیولې او خلافت یې اعلان کړ.

ډان لیکي چې له هغه مهال راهیسې داعش ډلې په منځني ختیځ او نورو ځایونو کې د سخت دریځو ډلو ملاتړ ترلاسه کړي، زرګونه غړي لري او په دې توګه یې په بروکسلز، پاریس، تونس، ترکیه، لبنان، یمن او سعودي کې د هغو بریدونو مسوولیت منلی چې سلګونه کسان په کې ووژل شول.

ورځپاڼه د کارپوهانو له خولې لیکي که څه هم داعش ډله د ټکنالوژۍ د کارولو په برخه کې ښه ده القاعده شبکه هم یو خطرناک ګواښ دی.