له نړېدلې ودانۍ څلور ورځي وروسته يوه ماشومه وژغورل شوه

د انځور حقوق AFP Getty

د کينيا په پلازمېنه نيروبي کې د يوې ودانۍ له نړېدو څلور ورځې وروسته يوه اووه مياشتنۍ ماشومه ژوندۍ راويستل شوې ده.

دغه شپږ پوړيزه ودانۍ د باران له امله نړېدلې وه چې نتيجه کې يې ۲۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د دغې پېښې له امله زيات شمېر کسان تر خاور لاندې شوي وو، چې د ژوندي پاتې کېدو چانس يې مخ پر کمېدو و.

د دغه ودانۍ پر څښتن د غير ارادي قتل تور لگول شوى دی چې د سې شنبې په ورځ به محکمې ته وړاندې کېږي. چارواکي وايي سيميول کماو يې د دوشنبې په ورځ نيولی و، ده اجازه نه درلوده چې دغه د ۱۱۰ کوټو ودانۍ په کرايه ورکړي.

ښاغلي کماو تراوسه پر ده د لګېدلو تورونو په اړه څه نه دي ويلي.

د ځايي رسنيو په وينا تراوسه له دغې ودانۍ څخه ۱۳۵ تنه ايستلی شوي دي.

په کينيا کې د سره صليب د خيريه ټولنې په وينا له خاورو ايستل شوې ماشومه په يوه کمبله کې تاو وه او په ښکاره ډول ټپي نه ده خو سملاسي روغتون ته لېږدول شوې ده.

په نيروبي کې د بي بي سي خبريال ايمينيول ايګنزه وايي، د دغې ودانۍ له نړېدلو څلور ورځي وروسته د ماشومې ژوندي راويستل له يوې معجزې کم نه دي.