کېري: د سوریې شخړه "له کابو کولو وتلې ده"

رپوټونه وايي، په تېرو نهو ورځو کې حلب ښار کې لږترلږه ۲۵۰ کسان وژل شوي. د انځور حقوق Reuters
Image caption رپوټونه وايي، په تېرو نهو ورځو کې حلب ښار کې لږترلږه ۲۵۰ کسان وژل شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي، په سوریه کې روانه شخړه "تر ډېره له کنټروله وتلې ده". نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د حکومت او مخالفانو ترمنځ د څپ څپانده اوربند د ژغورلو لپاره هڅې روانې دي.

د ملګرو ملتونو او عربي هېوادونو د دیپلوماتانو ترمنځ له خبرو وروسته، کېري وویل، لاهم هڅې روانې دي چې په حلب کې تاوتریخوالی ودرول شي.

خو دی وايي چې "هلته لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده، ځکه چې د بریا لپاره ضمانت نه شته".

له تېرو پنځو کلونو راهیسې د سوریې د کورنۍ جګړې درېدو لپاره څو ځلې د اوربند هڅه وشوې ده، خو وروستی اوربند هم په وروستیو ورځو کې مات شو.

رپوټونه وايي، په تېرو نهو ورځو کې حلب ښار کې لږترلږه ۲۵۰ کسان وژل شوي.

د تېرې دوشنبې په ورځ، فعالانو وویل، د حکومت مخالفو تر ولکې لاندې سیمو کې د حکومتي ځواکونو بمباریو او نښتو کې لږترلږه درې کسان وژل شوي.

کېري چې په ژنیوا کې سوریې ته د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سټيفن دي میستورا سره ګډې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل په سوریه کې روانه شخړه "په ډېرو اړخونو کې له کنټروله وتلې ده او دا مسله ډېره د اندېښنې وړ ده".

Image caption د سوریې او روسیې حکومتونو ویلي، په حلب کې دوی یوازې "نصرت جبهه" په نښه کړې ده، چې له القاعدې شبکې سره تړاو لري.

دی وايي، د نهو اونیو دغه اوربند "په ژوره توګه مثبت اغېز لري"، چې د ډېرو کسانو ژوند یې ژغورلی دی، خو په وروستیو اونیو کې اوربند یوه ازموینه ګرځېدلې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption جان کېري وايي ''موږ هوکړې ته نژدې شوي یو، خو لاهم ډېر کار کول پکار دي''.

کېري وویل، په حلب کې د ماشومانو پر روغتون وروستی خونړی برید، چې پړه یې د حکومت پر ځواکونو اچول شوې ده، یو "غیر اخلاقي عمل دی، چې هېڅ توجیه کېدای نه شي"، خو دی وايي، دواړو (حکومت او مخالفانو) په ګډوډۍ کې پوره ونډه اخیستې ده.

د سوریې او روسیې حکومتونو ویلي، په حلب کې دوی یوازې "نصرت جبهه" په نښه کړې ده، چې له القاعدې شبکې سره تړاو لري.

خو د حکومت مخالفې ډلې او امریکا بیا د سوریې او روسیې د حکومتونو دا څرګندونې رد کړې دې، او دواړه یې د ولسي وګړو په نښه کولو تورن کړي.

د تېرې چارشنبې په ورځ حلب ښار کې ماخوستن مهال د ماشومانو پر یوه روغتون د حکومتي ځواکونو بمبارۍ کې لږترلږه ۵۰ کسان ووژل شول، په وژل شویو کې حلب کې د ماشومانو یوازېنی ډاکټر هم و.

د انځور حقوق Reuters

نړیوال سره صلیب خبرداری ورکړ، چې حلب "د انساني ناورین پر څنډه ولاړ دی".

سوریه کې ګڼې زېربناوې ویجاړې شوې دي، چې پر ولسي وګړو یې د څو میاشتو لپاره برېښنا پارچاو کړې ده.

د انځور حقوق AP
Image caption لبنان کې خلک د سوریې له خلکو سره د خواخوږۍ له کبله لاریون کړی
د انځور حقوق Reuters
Image caption حلب سوځي

ورته مطالب