په جګړه ځپلو سيمو کې "۷۵ ميليونه" ماشومانو له زده کړو بې برخې دي

د انځور حقوق Reuters

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره يونيسف وايي، په نړيواله کچه په جګړه ځپلو سيمو کې له ۷۵ ميليونو زيات هغه ماشومان چې ښوونځي ته د تللو عمر ته رسېدلي زده کړې لپاره ژر تر ژره مرستې ته اړتيا لري.

يونيسف د چارشنبې په ورځ په خپل يوه تازه راپور کې ويلي، د دريو څخه تر ۱۸ کلنو ۴۶۲ ميليونه ماشومانو چې له زده کړو پاتې دي هر شپږم ماشوم له هغه هېواد څخه دی چې هلته انساني بحران دی.

د راپور له مخې په تېرو پنځو کلونو کې په سوريه کې د کورنۍ جګړې له امله ۶ زره ښوونځي تړل شوي او په اوکراين کې د جګړې له امله په هرو پنځو ښوونځيو کې يو زيايمن شوی دی.

په جګړې ځپلو سيمو کې د کډوالو ماشومانو په شمېر کې چې ښوونځي ته نه ځي د پخوا په پرتله پنځه ځله زياتوالی راغلی دی.

د راپور له مخې د جګړې امله د هلکانو په پرتله ښوونځي ته د نه تلونکو نجونو شمېر دوه ځله زيات شوی دی.

دا راپور په داسې وخت کې خپرېږي چې د مې مياشتې په وروستيو کې د ترکيې په استانبول ښار کې د بشريت په تړاو يو کنفرانس جوړېږي، په دغه کنفرانس کې به د زده کړو لپاره پيسې ځانګړې شي.

يونيسف وايي، د دغو پيسو د غونډولو اعلان يې ځکه کړی، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د زده کړې لپاره څلور ميليارده ډالر پيسې ټولې کړي چې د شاوخوا ۱۳ ميليونو ماشومانو د زده کړې لپاره لومړي سهولتونه برابر کړي.

د يونيسف په وينا بېوزلو سيمو کې هغه ماشومان چې ښوونځي ته د يوه کال يا زياتې مودې لپاره نه دي تللي، زده کړو ته د بېرته ګرځېدو لپاره يې امکانات ډېر لږ دي.

ورته مطالب