ایټالیا کې د لږ خوړو غلا کول "جرم نه دی"

د انځور حقوق AFP
Image caption د محکمې پرېکړه کې راغلي، اوستریاکوف - چې په اصل کې د اوکراین او یو بې کوره سړی دی - "خوړو ته سخت محتاج و".

په ایټالیا کې محکمې پرېکړه کړې، چې د لوږې د مخنیوي په موخه د لږو خوړو غلا کول جرم نه دی.

دا پرېکړه وروسته تر هغه وشوه، چې رومان اوستریاکوف له یوه خرڅلاوځي نه د ۴٫۵۰ ډالرو په ارزښت یو پنیر او ساسچ غلا کړل، خو مجرم ونه ګڼل شو.

د محکمې پرېکړه کې راغلي، اوستریاکوف - چې په اصل کې د اوکراین او یو بې کوره سړی دی - "خوړو ته سخت محتاج و".

محکمې وپتیېله، چې نوموړي جرم نه دی کړی.

په ۲۰۱۱ کال یوه مشتري د غلا د یوې پېښې خبر د سوپرمارکیټ امنیتي برخې ته ورکړ، داسې چې اوستریاکوف له خرڅلاوځي یو پنیر او یو ساسچ اخیستي او پیسې یې نه دي ورکړې.

د ایټالیا محکمې په ۲۰۱۵ کال د غلا په تور اوستریاکوف ته د شپږو میاشتو بند سزا وټاکله او ۱۰۰ یورو (چې نژدې ۱۱۵) ډالر کېږي، جریمه کړ.

خو نوموړي د استیناف غوښتنه وکړه، چې ګوندي د غلا تور ترې پورته شي، ده وویل کله چې په غلا تورن شو، هغه مهال لا له سوپرمارکیټ څخه نه و وتلی.

خو لوړې محکمې، چې یوازې د قانون د تطبیق برخه کې فعالیت کوي، په وروستۍ پرېکړه کې اوستریاکوف تورن ونه باله او پرېکړه دا شوه چې (هغه داسې جرم نه دی کړی چې سزا پرې ورکړله شي).

محکمې ویلي، د اساسي قانون له مخې، د انسان د لوږې د مخنیوي او د لومړنۍ اړتیا پوره کولو لپاره د کمو خوړو غلا کول جرم نه دی.

ورته مطالب