اپل چین کې د 'ایفون' نښې په تړاو قضیه وبایلله

د ټکنالوژۍ په ډګر کې وتلي شرکت اپل په چین کې د خپلې سوداګریزې نښې (ایفون) کارولو په تړاو قضیه وبایلله،‌ داسې چې اوس به چینایی شرکت پر خپلو جیبي بټوو او نورو له چرم جوړو تولیداتو د (ایفون) نوم لیکلی شي.

رسمي (لیګل ډېلي) ورځپانې ویلي، د چین پکین کې د ولس سترې محکمې د چین (شینتونګ شیاندي ټکنالوژي) په نامه د شرکت په ګټه پرېکړه وکړه.‌

دغه چینایي شرکت په ۲۰۱۰ کال پر خپلو چرمي تولیداتو د (ایفون) سوداګریزې نښې لګول پیل کړي دي.

اپل شرکت پر خپلو الکترونیکي تولیداتو په ۲۰۱۲ کال کال ددغې نښې لګولو لپاره وړاندیز کړی و، خو ایله په ۲۰۱۳ کې یې موافقه ترلاسه کړای شوای.‌

د چین (لیګل ډېلي) رسمي ورځپاڼه د هېواد د سیاسي او قانوني چارو د مرکزي جرګګۍ د ویاندې په توګه فعالیت کوي.

اپل په پیل کې په ۲۰۱۲ کال د چین د سوداګریزو نښتو پلاوي ته د دغه شرکت پروړاندې شکایت وکړ،‌ کله چې په شکایت کې پاتې راغی، نو پکین کې یې جزائي محکمې ته قضیه وړاندې کړه.‌

دواړو لورو د اپل پرضد حکم وکړ،‌ همدا وو چې پکین کې سترې محکمې ته راجع شو.

د ویلو ده چې په چین کې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال د (ایفون) خرڅلاو پیل شو.

د چین اندېښنې

د محکمې پرېکړه وروسته تر هغه وشوه چې اپل شرکت وویل د ایفون خرڅلاو له کبله یې په ګټه کې ۱۳ سلنه ټیټوالی راغلی.

او په چین کې ددغه شرکت خرڅلاو ۲۶ سلنه رالوېدلی دی.

د انځور حقوق AFP

اپل شرکت په چین کې له نورو ستونزو سره هم مخامخ دی، په تېره مارچ میاشت کې، چین داسې یو قانون تصویب کړ، چې له مخې یې باید په چین کې ټول خدمتي توکي د چین په خاوره کې زېرمه کړای شي.

په دې سره اپل شرکت د خپلو (ای باکس)‌ او (ای ټون)‌ خدمتونو بندولو ته اړ شو، خو وروسته یې وویل چې وروسته به هېواد کې خدمتونه پیل کړي.

تېره اونۍ میلیاردر کارل ایکان وویل، په اپل شرکت کې یې په چین کې د شرکت د راتلونکې د وېرې له کبله خپله ونډه پلورلې ده.‌

د انځور حقوق GETTY IMAGES
د انځور حقوق Getty

ورته مطالب