د يهودانو معبد پر ځای د جومات ودانولو پرېکړه

د فرانسې په مارسي ښار کې په لومړي ځل د يهودانو يو عبادت ځای د مسلمانانو د يوې ټولنې له خوا پېرل کېږي چې غواړي جومات پرې ودان کړي.

په دې ښار کې د فرانسې يو تر ټولو لوی بندر هم شته، دغه تاريخي ښار د مسلمانانو او يهودانو تر منځ د امن او ارامۍ ګډ ژوند له امله مشهور دی.

خو اوس په دغه سيمه کې ډېر بدلون تر سترګو کېږي.

يو مهال به دغه عبادت ځای له يهودانو څخه ډک و. خو اوس يې پر ديوالونو اعلانونه لګېدلي او دروازې يې له اوږدې مودې څخه تړل شوې دي.

وړاندې د دغه عبادت ځای شاوخوا ته په لوی شمېر يهودان مېشت وو، خو لکه څنګه چې د دوی اقتصادي حالت مخ په ښه کېدو شو، له دې سيمې يې وتل پيل کړل او پر ځای يې مسلمانان مېشت شول.

اوس د یاد معبد شاوخوا يهودان نه شته او د دوی دغه عبادت ځای تړل شوی دی.

له دې امله د يهودانو يوه مهم مذهبي مشر روبين اوهان د البدر په نامه د مسلمانانو پر يوې ټولنې د دغه ځای د پلورلو اجازه ورکړه چې هغوی غواړي يو جومات دلته ودان کړي.

روبين اوهان وايي، د دغه ځای د پلور پرېکړه يې له اوږد غور او فکر وروسته کړې ده.

نوموړی وايي، "د دې پر ځای چې دغه معبد تړلی وي، ښه به دا وي چې وپلورل شي او که غواړو چې ويې پلورو غوره به دا وي چې د هټۍ يا کلب پر ځای دلته جومات جوړ شي".

ويل کېږي د روبين اوهان ګڼ شمیر مقتديان له دغې پرېکړې خوښ دي، يوه يهودۍ مېرمن وايي:

"له دغې مرکز څخه د يهودانو وتل او پر ځای يې د بل مذهب د عبادت ځای جوړول خواشيني کوونکې خبره ده خو په دې اړه هېڅ هم نه شي کېدای".

يو بل کس بيا وايي، "له دې څخه پرته بله لار نشته، يهودان اوس له دغې سيمې ټول وتلي دي".

يوې بلې يهودۍ مېرمنې بيا د دغې پرېکړې په غندنه کې ويلي، "پر دغه ځای د جومات پر جوړولو زه نيوکه نه لرم، خو غواړم چې دوی هلته د کرکې تبليغ و نه کړي".

نژدې يوه نيمه پېړۍ وړاندې فرانسې د شمالي افريقا هېوادونه پرېښودل او په لوی شمېر مسلمانان او يهودان فرانسې ته کډه شول.

هلته په سيمه کې د بلال په نامه د يوه جومات ملا موسی کوټي وايي "دلته نژدې سل جوماتونه دي، خو د مسلمانانونو شمېر په چټکۍ سره مخ په زياتېدو دی، دلته اوس شاوخوا ۲۰۰ زره مسلمانان مېشت دي چې دا جوماتونه اوس هم د دوی لپاه لږ دي".