د سوریې خان طومان وژل شوو کې څو تنه د افغانستان او ایران دي

د انځور حقوق Youtube
Image caption د سوریې دولت مخالفې ډلې النصرت جبهې د خان طومان جګړې فلم اخستی او خپور کړی دی.

بېلابېلې سرچینې وایي، د سوریې ادلب ولایت په خان طومان ښارګوټي کې د تېرې پنجشنبې او جمعې ورځې په لسګونو وژل شویو کسانو کې یو شمېر د افغانستان او ایران اتباع دي.

د ایران د مازندران لښکر عامه اړیکو دفتر د یو خبرپاڼې په خپرولو سره په دې تړاو د ارامتیا ساتلو غږ کړی. په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې تړاو د غیررسمي خپرو شویو اطلاعاتو یوه برخه، "رواني جګړه" ده او ډېر ژر به د رسمي سرچینو لخوا کره معلومات خپاره شي.

د ایران ملي راډیو ټلویزیون (صدا و سیمای ایران) اړوند جام جم وبسایټ وایي، د وژل شویو کسانو "ډېره برخه" د "فاطمینو لوا" نظامیان دي او "لږ ترلږه دوه تنه یې ایرانیان دي." د فاطمینو لوا یوه پوځي ډله ده چې ایران پکې د افغانستان اتباع ځای پرځای کړي دي.

د جام جم د راپور له مخې، څو وژل شوي کسان "د مازندران اوسېدونکي سلاکاران" دي.

سوریه کې د فارس خبري اژانس خبریال حسن شمشادي پر انسټاګرام د درېیو کسانو انځورونه خپاره شوي چې د ښاغلي شمشادي په وینا سوریه کې وژل شوي او د ایران د امل، بهشهر او قایمشهر اوسېدونکي وو.

تېره ورځ وویل شول چې القاعدې پورې تړلې د النصرت جبهې اورپکو حلب ښار ته څېرمه د خان طومان ښارګوټی نیولی دی. دا ښارګوټی د حلب – دمشق لویې لارې ته نژدې پروت دی او په همدې دلیل یې کنټرول مهم دی. د راپورونو له مخې، د خان طومان په جګړه کې لږ ترلږه ۷۰ کسان وژل شوي دي.

النصرت جبهې ددې جګړې اړوند خپره کړې ویډیو کې ادعا کړې چې د خان طومان جګړه کې ایراني، افغان، اذري او عراقي سرتېري وژل شوي دي.

د هغو انځورونو له مخې چې النصرت جبهې خپاره کړي، هغوی د بشار الاسد پلوي څو سرتېري نیولي چې خان طومان کې یې جګړه کوله.

فارس اژانس لیکلي، له سیمې د ترلاسه کړو معلوماتو له مخې د نیول شویو کسانو شمېر ۳ کسه دی چې دوه یې د سوریې پوځ سرتېري او درېیم یې د فاطمیون لوا غړی او افغان دی.

د لبنان حزب الله ډلې دا ادعا رد کړې چې ګنې په نیول شویو کې دې ددوی کوم غړی هم وي.

ایراني خبري اژانسونو په واټس اپ کې د خبرو یوه ویډیو خپره کړې چې په هغې کې یو کس چې ویل کېږي په خان طومان کې جنګېده په فارسي ژبه یې لیکلي: "انشاء الله شهید دې شو، خو اسیر نه."

څو ورځې وړاندې د مهر خبري اژانس د عربي سرچینو په حواله په خان طومان کې د ایران پوځ د ۶۵ مې لوا کومانډو سرتېرو د شتون خبر ورکړ.

په وروستیو میاشتو کې لسګونه ایرانیان او افغانان په سوریه کې وژل شوي دي.

ورته مطالب