د کډوالو پر پنډغالي هوایي برید "جنګي جنایت" بلل کېدای شي

د انځور حقوق Twitter

د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي، سوریه کې د کډوالو پر کمپ هوایي برید چې په پایله کې یې ۲۸ کسان ووژل شول، کېدای جنګي جنایت وبلل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو رییس سټیفن اوبراین د سوریې په شمال ادلب ولایت کې د کمونا پر کمپ د هوایي برید په تړاو د څېړنو غږ کړی.

د راپورونو له مخې، د مخالفینو تر کنټرول لاندې دغې سیمې باندې یا روسي او یا هم د سوریې الوتکو بمباري کړې، خو تراوسه دا خبره تایید شوې نه ده.

د پنجشنبې ورځې دغه برید پر داسې مهال ترسره کېږي چې یوه ورځ وړاندې د اوربند پر پراخېدو هوکړه وشوه.

د امریکا او روسیې د فشارونو له امله سوري ځواکونو او مخالفو وسله والو ومنله چې د حلب شاوخوا سیمو کې لنډمهالی اوربند وکړي.

له تېرې فبرورۍ راهیسې د سراسري اوربند خبره مطرح ده، خو په دې وروستیو کې دا اوربند تر سخت فشار لاندې دی، په ځانګړې توګه د حلب شاوخوا کې، چېرته چې په تېرو دوو اونیو کې نژدې ۳۰۰ کسان په جګړو کې وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی که دا سراسري اوربند ناکام شي، نو دا به یو "ناورین" وي او ښایي ۴۰۰ زره کسان اړ کړي چې د ترکیې د پولو خواته روان شي.

امریکا په ادلب ولایت کې وروستي هوایي برید ته په لومړني غبرګون کې ویلي چې پر بېځایه شویو سوریایانو هوایي برید ته هېڅ بهانه نشته.

د پنجشنبې په ورځ (ثور/ غویي ۱۶مه) د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ دې برید ته په لومړني غبرګون کې وویل، "که څه هم لا څرګنده نه ده دا برید د کومو ځواکونو لخوا شوی، خو پر هغو ښځو او ماشومانو بمونه غورځول هېڅ عذر او بهانه د منلو نه ده چې د جګړې له وېرې پنډغالو ته تللي دي."

د سوریې د بشري حقونو ډ څار ډله چې مرکز یې په برېتانیا کې دی، وایي چې په دغه هوایي برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۲۸ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

ورسره د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هاموند دا راپور "خونړی" بللی دی.

په خپرو شویو عکسونو او ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د کډوالو خیمې له منځه تللي دي او مرسته کوونکي د لوګیو او اور په منځ کې هڅه کوي ددغو سوري بیځایه شویو خلکو د خیمو اور مړ کړي. دا پنډغالی د ترکیې پولې ته نژدې پروت دی.

بشار الاسد ته وفادارو ځواکونو په دې وروستیو کې په ادلب کې هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

د سوریې دولتي ځواکونو او غیرجهادي مخالفینو ترمنځ نازک اوربند سره هم مهاله، په دې هېواد کې له اسلامي دولت (داعش) ډلې سره جګړه دوام لري.

تېره ورځ (پنجشنبه) د سوریې دولتي ځواکونه د حلب په جنوب د خان تومان په سیمه کې له داعش وسله والو سره په جګړه واوښتل او دا په داسې حال کې وه چې داعش وتوانېده د سوریې په ختیځ کې د شاعر د نفتو د تصفیې کارخانه ولکه کړي.

کتونکي وایي، په دې برید کې داعش اورپکي وتوانېدل ۳۰ دولتي سرتېري ووژني.

ورسره روسي پوځي الوتکو د تدمر تاریخي ښار په شمالي لویدیځ کې د السخنه ښار کې د داعش مرکزونه په نښه کړي دي.

ورته مطالب