اورلګېدنې د کاناډا فورت مکموري ښار '۲۰ سلنه' کورونه سوځولي

د انځور حقوق Reuters

چارواکي وايي، د فورت مکموري ښار ۲۰ سلنه کورونه په هغه اورلګېدنه کې سوځېدلي چې له یوې اونۍ راهیسې د کاناډا په البرټا ایالت کې روانه ده خو اوس یې شدت او د پراخېدو چټکتیا کمه شوې ده.

د اوروژنې مامورین توانېدلي چې په حساسو سیمو کې اور کنټرول کړي، خو طبیعي اورلګېدنه اوسمهال په نژدې ۱۶۱۰ کیلومتر مربع ساحه کې شته. د شنبې په ورځ دا ساحه ۱۸۰۰ کیلومتر مربع اټکل کېده.

د سیمه ییز پارلمان یوه غړي بي بي سي ته وویل، نژدې یوه پنځمه برخه کورونه د اورلګېدنې پیل سیمه مکموري کې له منځه تللي دي.

ډېوېډ یوردیګا له زیانونو تر ارزولو وروسته وویل، عادي حالت ته د ښار بېرته اوښتل به ښایي کلونه وخت ونیسي.

د مکموري او ورڅېرمه سیمو له ۱۰۰ زرو ډېرو اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي دي.

ښاغلي یوردیګا وویل، د ښار ډېره برخه روغه پاتې خو وضعیت تر هغه څه ډېر خطرناک دی چې اوسېدونکي بېرته وروګرځي.

هغه وویل: "د اټکلونو له مخې ۲۰ سلنه کورونه سوځېدلي، خو ډېره برخه کورونه لا په خپل حال دي او هېڅ زیان ورته نه دی رسېدلی. نو پردې بنسټ ویلی شم چې شرایط تر هغه څه چې موږ یې تصور کاوه ښه دی."

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AFP

ګرمې هوا او وچ خس او خاشاک د اورلګېدنې لامل شوی دی.

د البرټا ایالت له طبیعي اورلګېدنو سره د مقابلې سازمان چارواکي چاد موریسون په یوه خبرې ناسته کې وویل، "ښه خبرونه" لري.

"د هوا وضعیت له بدلېدو سره او د اوروژنې د ټولو مامورینو له ډېرو هڅو سره وتوانېدو په مکموري کې د اور کرښې مخه ډب کړو."

چارواکي وایي، په بشپړ ډول د اورلګېدنې مهارول ښایي څو میاشتې وخت ونیسي. د هغوی په وینا، یواځې یو څه ډېر باران کولی شي د پراخېدو مخه یې ونیسي.

باد اور د ختیځ لور او د اوسېدو له سیمې لرې وړي، خو ورڅېرمه ولایت ساسکاچوان ته یې د سرایت وېره شته.

تراوسه په دې پېښه کې د چا د وژل کېدو یا ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی، خو له سیمې د خلکو د ویستلو پرمهال په ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه شول.

انګېرل کېږي دا اورلګېدنه به د کاناډا په تاریخ کې تر ټولو ګرانه تمامه شي.

د انځور حقوق Getty
د انځور حقوق epa
د انځور حقوق Nasa

ورته مطالب