ځنګلونه څه ډول اور اخلي؟

د انځور حقوق AFP

د کاناډا په البرټا ایالت کې په ځنګلونو کې د لګېدلي اور په تړاو وېره شته چې ورڅېرمه ساسکچیوان ایالت ته وغزېږي. د تودو او وچو بادونو له امله چارواکي تراوسه ددغه اور په وژلو بریالي شوي نه دي او ۸۰ زره وګړي یي له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په ځنګلونو کې اور څنګه لګېږي؟

د اور لپاره درې شیان اړین دي، د سون توکي، اکسیجن او تودوخه.

اور وژونکي چې کله دغواړي اور ووژني، نو اکثره وخت له فايرټراينګل نه کار اخلي، چې هدف يې دی، که له یادو شویو درې شیانو يو هم لرې کړو، اور وژل کېدلی شي.

د دوبي په موسم کې کله چې د تودوخې درجه ډېره پورته وي او د وچکالۍ حالت وي، نو يوازې له يوې سکروټې هم اور لګېدلی شي.

ان کله کله خو اور د لمر له تودوخۍ او یا د تندر له پرېوتو څخه هم لګېږي.

خو په ځنګلونو کې د اور لګېدنې تر ټولو لوی لامل د انسانانو بې احتياطي بلل شوې، چې کله په لوی لاس هم اور ورته کېږي.

د انځور حقوق Reuters

اور په دومره چټکۍ سره څنګه غزېږي؟

کله چې په ځنګل کې يو ځل اور ولګېد نو باد، پېچومی، ځوړوالی او د وچو ونو په شکل کې موجود د سون مواد په چټکۍ سره د اور د غزېدا لامل ګرځي.

خو چېرته چې همدا درې شیان وي نو د اور وژل بیا ناشونی شي او د سترګو په رپ کې په ډېره لویه سیمه اور بل شي.

راب ګزارډ چې د ځنګلونو د ساتنې ادارې یو کارکوونکی دی، وايي په هغو سیمو کې چېري چې پېچومی یا ځوړوالی وي، د اور غزېدلو رفتار يې درې چنده زیات شي.

ایا موسم کوم رول لري؟

بلې هو موسم په دې کې مهم رول لوبولی شي.

کله چې وچکالي وي او موسم هم تود وي، نو ورته حالت د اور لګېدلو لپاره ښه حالت دی.

تاسو ته خو هغه د فایرټراينګل خبره یاده ده که نه؟ وچې ونې، واښه او داسې نور نیالګي د اور لپاره د سون مواد جوړېږي. کله چې زیاته ګرمي وي نو د اور غزېدلو په رفتار کې هم زیاتوالی راځي. همدا لامل دی چې غرمه مهال د اور په شدت کې زیاتوالی ترسترګو کېږي.

د ښه حالت جوړولو وړتيا

راب ګزارډ وايي، د اور لپاره د سونګ مواد او اکسیجن اړين دي، کله چې اور لګېږي نو کله کله دا بیا د داسې چاپيریال او موسم د بدلون وسیله ګرځي، چې د اور غزېدا لپاره معاون ګرځېدلی شي.

د راب په خبره له اور لګېدلو څخه د جوړېدونکي لوګي او ایرو له امله څوک بیا اور سم نشي لیدلی، چې له وجې يې په اور وژلو کې مشکل پيدا کېږي.

د انځور حقوق AFP

اور څنګه وژلی شو؟

راب ګزارډ وايي، د اور د وژلو لپاره اړينه ده، چې لومړی ددغه اور په لاره کې پراته د سونګ مواد ورڅخه ليرې کړئ. که تاسو ددې اندازه وکړئ، چې په راتلونکو څو ساعتونو یا ورځو کې د اور مخ کومې خواته ګرزي، نو بیا يې په لاره کې پراته همدا د سونګ مواد ورڅخه ليرې کړئ، تر څو د اور پر وژلو کې بریالي شئ.

په کومو سیمو کې د اور لګېدو زیات خطر دی؟

د راب په خبره د بریتانيا غوندې هیواد کې چېرته چې اکثره بارانونه کېږي او د تودوخې درجه هم پورته نه وي نو هلته په ځنګلونو کې د اور لګېدلو اندېښنه ډېره کمه وي.

خو ددې برعکس هغه هیوادونه چېرته چې ګرمي زیاته وي او بارانونه هم لږ وي نو هلته په ځنګلونو کې د اور لګېدلو خطر بیا زیات وي.

د انځور حقوق CBS NEWS
د انځور حقوق AP

ورته مطالب