پاکستان: د بیکرۍ څښتن ورور وايي خوږو ته یې زهر ګډ کړي وو

د انځور حقوق b
Image caption د زهرجنو خوږو له کبله د یوې کورنۍ ۱۱ کسانو وژل شوي

پاکستان کې پولیس وايي د خوږو د یوه دکان د څښتن ورور په هغو خوږو ( مټایانو ) کې زهر ګډ کړي وو، چې تېره اونۍ یې پایله کې له ۳۰ ډېر کسان ووژل شول.

ځايي پولیسو بي بي سي ته وویل دغه سړي منلې، له هغه وروسته يې خوږو کې زهر ګډ کړل، چې وايي د کورنۍ غړو تر منځ لفظي شخړه وشوه.

پولیس وايي دغه موضوع لا هم ځکه روښانه نه ده، چې وايي دوو نورو کسانو هم منلې، په خوږو کې زهر دوی شامل کړي وو. پنجاب صوبه کې د دغه دکان د زهرجنو خوږو خوړلو له کبله نژدې ۷۰ کسان ناروغ شوي وو.

پېښه کې د یوې کورنۍ ۱۱ کسان وژل شوي وو. دغې کورنۍ له یاد دکانه د خپل یوه زوی کالیزې لمانځلو لپاره ( لډو ) نومي خواږه رانیولي وو.

د انځور حقوق b

د ځايي پولیسو یوه مشر رمیز بخاري بي بي سي ته وویل، چې د دکان څښتن ورور طارق محمود منلې، په خوږو کې زهر ده ګډ کړي وو. د نوموړي په وینا طارق محمود ویلي ورور یې تل واهه ډباوه او سپکاوه یې، چې وايي غبرګون کې یې نوموړي د غچ اخیستنې په توګه خوږو کې زهر شامل کړل.

له دې مخکې د حشراتو وژونکو درملو یوه پلورونکي هم پولیسو ته ویلي و، چې د خوږو دکان له څښتن سره یې له لفظي شخړې وروسته یې خوږو ته زهر اچولي وو.

بل لور ته د یاد دکان یوه کارکونکي بیا ویلي، چې په تېروتنه یې خواږه زهرجن کړي وو. خبریالان وايي د دریو کسانو له لوري متضادو څرګندونو د پولیسو تکتیکونو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

له دې مخکې د مدني حقونو فعالانو پر پاکستاني پولیسو تورونه پورې کړي وو، چې په زوره له تورنو کسانو اعترافونه اخلي.