د لندن د نوي ښاروال صادق خان د ژوند لوړې او ژورې

د کارګر ګوند نوماند صادق خان، د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د لندن د نوي ښاروال په توګه ټاکل شوی دی.

ډېرو کمو کسانو داسې انګیرله، چې ګني هغه دې په دې ټاکنو کې بریال شي، خو وړاندې د صادق خان په ژوند کې ډېر بریالیتوبونه لیدل شوي دي.

نوموړی په یوه بې وزله کورنۍ کې زیږېدلی او د ماشومتوب پرمهال یې ډېرې سختې تېرې کړې دي. پلار یې د بس چلوونکی و او مور یې خیاطه وه، د کورنۍ ټول لس واړه غړي د لندن په سوېل کې په یوه دولتي کور کې اوسېدل.

ځینو به ویل چې ګني صادق خان ددغه مقام لپاره پوره تجربه نه لري، خو دی خپله وايي چې د ټولو لندن مېشتو لپاره به ښاروال وي، او هوډ لري چې پلازمېنه کې نابرابرۍ ختمې کړي.

  • د صادق خان ماشومتوب

Image caption صادق خان (منځ کې) له خپلو وروڼو سره

د صادق خان مور او پلار د هغه لپاره ډېر اهمیت لري. امان الله او سهرون خان په ۱۹۷۰ کال او د صادق خان له زیږېدو وړاندې له پاکستان نه لندن ته کډه شول. صادق خان یې پنځم بچی و.

د صادق خان پلار (بس چلولو) ۲۵ کاله تجربه لرله، د یوې ټولنې غړی و، چې ښه عاید یې درلود، خو مور یې په کور کې خیاطي کوله، چېرته غړې نه وه او چندان عاید یې نه شوای ترلاسه کولای.

Image caption صادق خان لومړی هوډ درلود د غاښونو ډاکټر شي، خو د یوه ښوونکي د اغېز له کبله یې تصمیم بدل شو او د حقوقو او وکالت لوري ته یې مخه کړه.

صادق خان یوه حکومتي ښوونځي ته ولاړ، همالته په سیاست کې ښکېل شو، او په ۱۵ کلنۍ کې له کارګر ګوند سره یوځای شو. دی وايي، د ښوونځي مدیر ناز شاه، چې معمولاً بریتانیا کې د ښوونځي لومړنی مسلمان مدیر و، ده ته وښوده چې "د پوستکي رنګ او د کورنۍ شالید په ژوند کې د پرمختګ مانع نه شي ګرځېدلی".

صادق خان لومړی هوډ درلود د غاښونو ډاکټر شي، خو د یوه ښوونکي د اغېز له کبله یې تصمیم بدل شو او د حقوقو او وکالت لوري ته یې مخه کړه.

  • محکمه کې فعالیت

ده د لندن شمال کې پوهنتون کې حقوق ولوستل، او په ۱۹۹۴ کال د لویس کریسټین دفتر کې د وکالت په دندې ګومارل شو، چې د بشري حقونو په برخه کې یې کار کاوه.

هغه په همدې کال له یوې وکیلې سعیده احمد سره واده وکړ، چې د واده ثمره یې اوس د انیسه او عماره په نامه دوه لوڼې دي.

دی په ۲۰۰۴ کال د وکالت پر چارو بوخت و، چې له ځینو مشهورو دوسیو سره یې سروکار شو.

  • پارلمان ته لار

ښاغلی خان په ۲۰۰۵ کال د لندن په جنوب توتینګ ټاکنیزه حوزه کې د کارګر ګوند نوماند و چې بیا وتواندې په ټاکنو کې پارلمان ته لاره ومومي. نوموړی له هغو پنځو نویو استازو څخه و، چې په هماغه کال یې د لږکیو قومونو له ډلې پارلمان ته لاره پیدا کړه.

پارلمان کې له کار پیلولو دوه میاشتې وروسته، د جولای پر ۷مه لندن کې بمي بریدونه وشول.

له واکه د توني بلیر له لیرې کېدو وروسته، صادق خان د "کیڼ اړخو" ګوند یوه محفل ته ورغی او کله چې ګورډن براون د بریتانیا لومړی وزیر شو، صادق خان یې د کابینې غړی شو.

د ۲۰۱۰ کال په تاکنو کې د کارګر ګوند له ماتې وروسته، ښاغلی خان د اډ میلیبنډ د ټاکنیز پروګرام مشر شو او دا وړتیا یې درلوده چې د ګوند مشرۍ ته له هغه سره همکاري وکړي.

نوموړی د میلیبنډ د مشرۍ پرمهال، په قضايي چارو کې د کارګر ویاند و.

  • ښاروالۍ ته نوماندي

Image caption صادق خان له خپلې ښځې سعدیه خان سره

د ۲۰۱۵ کال په ټاکنو کې د کارګر ګوند له لویې ماتې او د اډ میلیبنډ له استعفا وروسته داسې امکان و چې خان له سیاسي ډګره ډېر شاته شي.

خو له ټاکنو یوه اونۍ وروسته، ده اعلان وکړه چې د لندن د ښاروالۍ لپاره ځان کاندیدول غواړي. په پیل کې هېچا دا فکر نه کاوه چې دی به ډېر موقع ولري.

د لندن د ښاروالۍ لپاره د محافظه کاره ګوند کاندید زاک ګولډسمیټ د صادق خان اصلي ټاکنیز سیال و، ده هڅه کوله چې خان له "مسلمانو سخت دریځو" سره د اړیکو په لرلو تورن ثابت او ټاکنیز شان او شوکت یې ټیټ ثابت کړي.

Image caption صادق خان د ګورډن براون د واکمنۍ پرمهال هم د بریتانیا د کابینې لومړنی مسلمان وزیر و.

کارګر ګوند هم په غبرګون کې ورته اقدام وکړ، او ګولډسمیت یې په "بې اتفاقۍ" خپرولو تورن کړ.

دا ټاکنیزه لانجه تر دې ورسېده چې لومړی وزیر ډیویډ کامیرون پارلمان کې له ګولډ سمیت ملاتړ وکړ او ښاغلی خان یې له سخت دریځو سره په "خواخوږۍ" تورن کړ.

د کارګر ګوند استازو هغه په علني غونډه کې په توکمپالنې تورن کړ.

په پای کې ښاغلی خان وتوانېد چې په ډېرو لانجمنو ټاکنو کې بریالی شي.

خو لاهم نوموړی د لندن د مخکینیو ښاروالانو بوریس جانسن او کن لیوینګستون له هغو توندو څرګندونو سره هم مخامخ دی چې وايي ښاغلی خان کوم دقیق پروګرام نه لري.

په ګوند کې د ده یو ملګری وايي "هغه د کن لیوینګستون برعکس د لندن د ښاروالۍ او چارو د سمون لپاره مثبت تمامېږي".

صادق خان چې له خټې پاکستانی دی په خپل انتخاباتي کمپاین کې ژمنه کړې وه چې په لندن کې به د ترانسپورت کرایې په خپل حال وساتي او د ارزانه کورونو په برخه کې به ډېر کار وکړي.

نوموړي له بري وروسته په وینا کې ویل چې د لندن هر اوسیدونکی ته هغه فرصتونه برابرول غواړي چې دې ښار ده او دده کورنۍ ته ورکړي دي.

ده وویل چې هیله یې دا ده چې د لندن ښار اوسیدونکو ته د فرصتونو په برابرولو وکولای شي چې له ښې راتلوونکې یې برخمن کړي.

Image caption د ۲۰۱۰ کال په تاکنو کې د کارګر ګوند له ماتې وروسته، ښاغلی خان د اډ میلیبنډ د ټاکنیز پروګرام مشر شو او دا وړتیا یې درلوده چې د ګوند مشرۍ ته له هغه سره همکاري وکړي.

صادق خان د ګورډن براون د واکمنۍ پرمهال هم د بریتانیا د کابینې لومړنی مسلمان وزیر و.

ورته مطالب