صادق خان د لندن ښاروال وټاکل شو

د انځور حقوق EPA
Image caption صادق خان په دغو ټاکنو کې په ټوله کې څه باندې ۵۶ سلنه رایې وګټلې.

د برتانیې د کارګر ګوند نوماند صادق خان د لندن د نوي ښاروال په توګه وټاکل شو.

دی لومړنی مسلمان دی، چې دغې څوکۍ ته ټاکل شوی او د یوې اروپايي پلازمېنې لومړی مسلمان ښاروال شو. صادق خان په دغو ټاکنو کې په ټوله کې څه باندې ۵۶ سلنه رایې وګټلې. نوموړی به د بوریس جانسن ځای ناستی شي، چې د برتانیې د واکمن محافظه کار ګوند غړی دی.

د دغه ګوند نوماند د ښاروالۍ په ټاکنو کې دویم ځای خپل کړ.

صادق خان د لندن لومړنی ښاروال دی چې په ټاکنو کې یې بري پر ښاروالۍ د محافظه کاره ګوند واک ته د پای ټکی کیښود.

صادق خان د بریتانیا په پارلمان کې د کارګر ګوند غړی دی.

وروسته له هغه چې تېره شپه ناوخته د صادق خان بری اعلان شو نوموړي په خپله لنډه وینا کې ویل د لندن په هغه ځای کې چې دی زیږدلی و هېڅ کله یې دا خوب هم نه و لیدلی چې یوه ورځ به دی د لندن ښار ښاروال شي.

د لندن نوي ښاروال وویل چې د له ټولو هغو کسانو مننه کوي چې ناشونی یې شونی کړ.

صادق خان چې له خټې پاکستانی دی په خپل انتخاباتي کمپاین کې ژمنه کړې وه چې په لندن کې به د ترانسپورت کرایې په خپل حال وساتي او د ارزانه کورونو په برخه کې به ډېر کار وکړي.

نوموړي له بري وروسته په وینا کې ویل چې د لندن هر اوسیدونکی ته هغه فرصتونه برابرول غواړي چې دې ښار ده او دده کورنۍ ته ورکړي دي.

ده وویل چې هیله یې دا ده چې د لندن ښار اوسیدونکو ته د فرصتونو په برابرولو وکولای شي چې له ښې راتلوونکې یې برخمن کړي.

د لندن د ښاروال صادق خان محافظه کاره سیالانو پر هغه تور پورې کاوه چې کله صادق خان د عدلیې وزیر و نو له ترهګرۍ سره یې چال چلند نرم و او له ترهګرو سره یې همغږي لرله.

خو صادق خان چې حقوق یې لوستي او د وکیل په توګه یې دنده ترسره کړې وايي چې د یوه بریتانوي مسلمان په توګه به د سخت دریځو پرضد جنګېږي.

صادق خان د لندن په سویل کې د ټوټینګ د سیمې اوسیدونکی دی.

نوموړی په ۱۹۷۰ میلادي کال کې په یوې پاکستاني کورنۍ کې چې تازه بریتانیا ته کډه شوې وه زیږدلی دی.

نوموړی د ټوټینګ په سیمه کې له خپلو شپږو ورونو او یوې خور سره لوی شوی دی او اوس هم په همدې سیمه کې له خپلې ښځې سعدیې او دوو لوڼو سره ژوند کوي.

صادق خان ۱۵ کلن و چې د بریتانیا له کارګر ګوند سره یوځای شو.

صادق خان ۲۰۰۵ م میلادي کال کې د وکیل په توګه دنده پریښوده څو وکولای شي چې پارلمان ته د ټوټینګ د خلکو د استازي په توګه لار پیدا کړي.

صادق خان د ګورډن براون د واکمنۍ پرمهال هم د بریتانیا د کابینې لومړنی مسلمان وزیر و.

ورته مطالب