واشنګټن پوسټ: کندوز کې امریکایانو بې نقشې جګړه وکړه

واشنګټن پوسټ

د انځور حقوق AP
Image caption ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت هغه خبره هم راخیستې چې ویلي یې دي چې د بې پولو ډاکټرانو پر روغتون برید جنګي جرم نه و.

څېړونو په ډاګه کړه چې (امریکايي پوځیانو له منظمې نقشې پرته د افغانستان په یوه ښار کې جګړه وکړه) تر عنوان لاندې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي په ورستیو کې د ځینو خپرو شویو اسنادو له مخې تېرکال د اکتوبر په میاشت کې وروسته له هغه چې د کندوز ښار د طالبانو لاس ته ولوېد امریکايي ځانګړو ځواکونو له یوې منظمې نقشې پرته دغلته جګړه وکړه.

واشنګټن پوسټ لیکي چې دغه اسناد تېره میاشت خپاره شول او د هغه مفصل رپوټ یوه برخه وه چې د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر میاشتې د دریمې نیټې د پیښې په اړه دی. هغه پېښه چې په ترڅ کې یې امریکايي ځواکونو د بې پولو ډاکټرانو روغتون په نښه کړ او شاخوا ۴۲ کسان په کې ووژل شول.

ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت هغه خبره هم راخیستې چې ویلي یې دي چې د بې پولو ډاکټرانو پر روغتون برید جنګي جرم نه و.

ورځپاڼه لیکي چې پر کندوز ښار د طالبانو له ګڼو بریدونو او د طالبانو له لورې د دغه ښار تر نیولو کېدو یوه ورځ وروسته امریکايي ځواکونه له افغان ځواکونو سره یوځای لاس په کار شول او په ۱۲ ساعتونو کې یې خپل پلان جوړ کړ خو کومه منظمه نقشه یې نه لرله.

ډان

د انځور حقوق AP
Image caption د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، له دې نوي پلان سره به د کډوالو په برخه کې پرمخ په ودې هېوادونو پېټی کم شي ځکه

(ملګري ملتونه غواړي لس سلنه کډوال نورو ځایونو ځاپرځای کړي) تر عنوان لاندې په پاکستان کې چاپېدونکې د ډان ورځپاڼه لیکي ملګري ملتونه د یوه نوي پلان له مخې د کډوالو د کړکېچ د له منځه وړلو په موخه لس سلنه کډوال نورو ځایونو ته لیږدوي چې له دې سره به پر هېوادونو فشار ډېر شي چې خپلې دروازې د کډوالو پر وړاندې پرانیزي.

ورځپاڼه لیکي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په دې هکله طرح پرون دوشنبه وړاندې کړه څو په نړۍ کې د ۶۰ ملیونو کډوالو او بې ځایه شویو خلکو بحران له منځه یوړل شي.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، له دې نوي پلان سره به د کډوالو په برخه کې پرمخ په ودې هېوادونو پېټی کم شي ځکه چې د کډوالو په برخه کې به مسؤولیتونه ګډ وي او په کال کې به د ټولو کډوالو لس سلنه چې ۱۹ اعشاریه شپږ میلیونه کډوال کېږي په نورو ځایونو کې ځای پرځای کړای شي. بان کي مون ویلي چې د مسؤولیت له شریکولو سره به د کوربه هېوادونو لپاره بحران نه رامنځ ته کېږي.

ده هندو

هندوستان کې چاپیدونکې ورځپاڼه (ده هندو) په یو مطلب کې په امریکا کې د پاکستان د پخواني سفیر حسین حقاني له خولې لیکي چې په ۲۰۰۸ کال کې په ممبي کې له ترهګرو بریدونو وروسته هغه مهال د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی مشر شجاع پاشا منلې وه چې پر ممبۍ بریدګر د پاکستان خلک و خو په وینا یې عملیات د دوی نه وو.

د انځور حقوق Getty
Image caption د پاکستان د پخواني سفیر حسین حقاني له خولې لیکي چې په ۲۰۰۸ کال کې په ممبي کې له ترهګرو بریدونو وروسته هغه مهال د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی مشر شجاع پاشا منلې وه چې پر ممبۍ بریدګر د پاکستان خلک و خو په وینا یې عملیات د دوی نه وو.

ورځپاڼه لیکې چې دا خبره د هند او پاکستان د اړیکو په اړه په یو خپریدونکې کتاب کې په ډاګه شوې او د شجاع پاشا د هغه سفر په اړه هم په کې راغلي چې نوموړي د ۲۰۰۸ کال د ډسمبر په ۲۴ او ۲۵ واشنګټن ته درلود او دا خبره یې کړې وه.

ورځپاڼه لیکي چې دغه مهال د امریکا د استخباراتو له مشر جنرال مایکل هیډین سره تر لیدنې وروسته جنرال پاشا د ښاغلي ح قاني کور ته تللی و او هغه ته یې په اورد ژبه ویلي و چې لوګ هماری تی، اپریشن همارا نهی تا، یعنې خلک زموږ وو خو عملیات زموږ نه وو.

دې هندو لیکي چې ښاغلي حقاني د هند او پاکستان د اړیکو په اړه په خپل کتاب کې چې عنوان یې دی ولې موږ دوستان کېدای نه شو؟ لیکلي چې جنرال پاشا د امریکا د استخباراتو مشر ته ویلي و چې متقاعد پوځي افسرانو او د استخباراتو متقاعدو افسرانو په ممبي کې د بریدونو په پلانولو کې لاس درلود.

ټایمز اف انډیا

Image caption پرینکا چوپړا ټایمز او انډیا ورځپاڼې ته ویلي خوښه ده چې د خپلو خلکو ترمنځ محبوبه ده.

په هند کې د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې له خوا یوه سروې ترسره شوې چې په کې دوو میلیونو کسانو برخه اخیستې او د هندي سینما وتلې لوبغاړې پرینکا چوپړا یې د هند د خلکو محبوبه هنرمنده بللې ده. دا سروې پر انلاین ترسره شوې او د پنځوس ښځو په اړه چې اکثره یې د سینمايي لوبغاړي دي خلکو خپلې رایې ورکړي.

پرینکا چوپړا ټایمز او انډیا ورځپاڼې ته ویلي خوښه ده چې د خپلو خلکو ترمنځ محبوبه ده.

ګارډین

د ګارډین ورځپاڼه د یوې څیړنې له مخې لیکي چې یو پر پنځمه برخه نباتات له نابودۍ سره مخامخ دي. د ګیاګانو په اړه شوې دغې څیړنې کې ویل شوي چې له دې سره کېدای شي د خوړو او درملو زیرمې له ګواښ سره مخامخې شي.

ګارډین لیکي چې ښه خبره بیا دا ده چې هر کال تر ۲۰۰۰ پورې نوې ګیاګانې او نباتات کشف او پیدا کېږي.

د انځور حقوق Getty
Image caption ګارډین لیکي چې ښه خبره بیا دا ده چې هر کال تر ۲۰۰۰ پورې نوې ګیاګانې او نباتات کشف او پیدا کېږي.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې تراوسه پورې په نړۍ کې له ۳۹۰ زرو نه ډېر نباتات پیژندل شوي چې انسانان یوازې د هغوی له ۳۰ زرو نه ګټه اخلي.

ورته مطالب