صادق خان د ځان په اړه د ټرمپ 'استثنا' رد کړه

Image caption ښاغلی خان اندېښمن دی، که چېرې ټرمپ ولسمشر شي، دی به امریکا ته په سفر کولو کې پښه نیولی شي

د لندن نوي ټاکل شوي ښاروال د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند ډونالډ ټرمپ هغه وړاندیز رد کړی، چې وايي امریکا ته د مسلمانانو د سفر بندیز په لړ کې به صادق خان امریکا ته تللو کې "مستثنا" وي.

صادق خان ویلي: "دا یوازې زما په اړه نه ده. دا زما د ملګرو، زما د کورنۍ، او هر هغه چا په اړه ده، چې زما په څېر شالید ولري. هغه که د نړۍ په هر ځای کې وي".

ښاغلي خان دا هم ویلي، چې د اسلام په اړه د ټرمپ "جاهل" نظریات "زموږ د دواړو هېوادونو امنیت ترینګلی کولی شي".

ښاغلي ټرمپ ویلي، دی "خوشحاله" دی چې ښاغلی خان د لندن ښاروال شوی.

نوموړی زیاتوي: "که چېرې خپل کار په ښه توګه مخته بوځي او ښه وځلېږي، نو دا به یو لوی کار شوی وي".

وړاندې، د امریکا ولسمشرۍ ته نوماند او هیله من ډونالډ ټرمپ ویلي وو، د امریکا متحدو ایالتونو ته د مسلمانانو د سفر په هغه بندیز کې د لندن نوی ښاروال صادق خان "مستثنا" دی، چې ده یې غوښتنه کړې وه.

صادق خان اندېښنه ښودلې وه، که چېرې ټرمپ ولسمشر شي، نو دی به امریکا ته په سفر کولو کې زړه نازړه شي.

ډونالډ ټرمپ تېر کال د پاریس له هغو بریدونو وروسته، چې ۱۳۰ کسان پکې ووژل شول، امریکا ته د مسلمانانو د ننوتلو د بندیز غوښتنه کړې وه.

د امریکا د جمهوریپال ګوند نوماند او میلیاردر ویلي "تل اسثناء‌ شته".

امریکا ته د مسلمانانو پر ورتګ د بندیز له غوښتنې وروسته پر ټرمپ په امریکا او بهر کې سختې نیوکې وشوې، خو ټرمپ له خپل نظره وانه وښت بلکې وايي چې دا کار د امریکا د امنیت لپاره ضروري دی.

صادق خان لومړنی مسلمان دی چې د لندن ښاروال ټاکل شوی، نوموړی دې پوست ته د محافظه کار ګوند پر نوماند ژاک ګولډسمیت برلاسی شو.

صادق خان "ټایمز" مجلې ته ویلي: "غواړم له امریکايي ښاروالانو سره د کتنې لپاره امریکا ته ولاړ شم. خو که چېرې ډونالډ ټرمپ ولسمشر شي، هلته به زه د خپل دین له کبله سفر ونه کړای شم".

ورته مطالب