د بریتانیا لومړي وزیر له يوه پخواني امام نه بخښنه وغوښته

د انځور حقوق .
Image caption ښاغلی غني وایي، په وار وار یې داعش ډله غندلې او د هغوی له نظرونو سره مخالف دی.

د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامروان د یوه جومات له امام نه بښنه وغوښته چې وړاندې یې هغه په تېروتنې سره د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې ملاتړی بللی و.

ښاغلي کامرون څو ورځې وړاندې د بریتانیا په پارلمان کې د ښاروالۍ له ټاکنو وړاندې سلیمان غني د اسلامي دولت ډلې پر ملاتړ تورن کړ او د کارګر ګوند کاندید صادق خان د قضاوت او تشخیص توان یې چې له هغه سره په یوه غونډه کې یې ګډون کړی و، تر پوښتنې لاندې راوستی و.

صادق خان په دغو ټاکنو کې بریالی شو او د لندن ښاروال وټاکل شو. هغه د لندن لومړنی مسلمان ښاروال دی.

له ډېوېډ کامروان پرته، د دفاع وزیر مایکل فالون هم د ورته څرګندونو له امله له سلیمان غني بخښنه غوښتې ده.

ښاغلی غني وایي، په وار وار یې داعش ډله غندلې او د هغوی له نظرونو سره مخالف دی.

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي کامرون د هر رامنځته شوي "ناسم پوهاوي" له امله بخښنه غوښتې ده.

د ښاغلي کامرون تر نظر څرګندولو وروسته، ښاغلي غني غوښتل د بریتانیا لومړي وزیر پرخلاف پر حقوقي اقدام لاس پورې کړي، خو دا چې ښاغلي کامرون دا نظر د بریتانیا پارلمان دننه مطرح کړی و، د پارلماني مصوونیت له امله ددې کار امکان نه وو.

د بریتانیا لومړي وزیر دفتر د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، د ښاغلي کامرون هدف دا وو چې سلیمان غني له "یوه" اسلامي دولت نه ملاتړ کوي.

په دې بیانیه کې ویل شوي چې د ښاغلي کامرون هدف دا نه وو چې ښاغلی غني له داعش ملاتړ کوي او هغه د هر رامنځته شوي "ناسم پوهاوي" له امله بخښنه غواړي.

ورته مطالب