د غاړې امېل شلیدلو ۳۲ کاله پس د قتل راز څرګند کړ

د انځور حقوق .

۶۴کلن کریستوفر همپټن چې ۳۲ کاله مخکې یې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ وژلې وه، په بریتانیا کې عمري بند محکوم شو.

۱۷ کلنه ملاني رود چې د انګلستان د باس ښار اوسېدونکې وه، په ۱۹۸۴ کال کې د ژمي شپه وه چې له ملګرو سره له کوره ووته، خو بېرته کور ته ونه ګرځېده.

یوه لاروي ددې نجلۍ مړی وموند او د پولیسو څېړنو وښوده چې ملاني وروسته له دې چې پرې جنسي تېری شوی، د چاکو په ۲۶ ګوزارونو وژل شوې ده.

پولیسو د وژونکي ډي ان اې د وژل شوې نجلۍ پر کالیو موندلې وه، خو دا ډي ان اې د پولیسو په اطلاعاتي بانک کې له هېڅ ډي ان اې سره مطابقت نه درلود او په دغو درېیو لسیزو کې پولیس ونه توانېد د هغې قاتل ومومي.

د انځور حقوق .
Image caption کریسټوفر همپټن

موضوع همداسې روانه وه، ترڅو چې د ۲۰۱۴ کال په نومبر میاشت کې د یوې مېرمنې او مېړه جنجال شو او خبره د پولیسو مداخلې ته ورسېده.

کیسه داسې وه چې یوه سړي له خپلې ملګرې له دې امله پولیسو ته شکایت وکړ چې د هغه د غاړې امېل یې پرې کړ.

پولیسو د معمولې رویې له مخې، ددې سړي د ملګرې د ډي ان اې نمونه واخسته او هغه یې د اطلاعاتو بانک ته ورزیاته کړه.

هغه کارپوهان چې پر پخوانیو قضیو کار کوي، له دې موضوع له خبرېدو پرته یې یوځل هڅه وکړه د قاتل ډي ان اې د یو میلیون کسانو له ډي ان اې سره چې په تېرو پنځو کلونو کې اطلاعاتي بانک ته ورزیات شوي وو، پرتله کړي.

د انځور حقوق .
Image caption میلاني رود

د ۲۰۰ نمونو په منځ کې چې د قاتل له ډي ان اې ته ورته وو، د هغې ښځې ډي ان اې ورسره ترټولو ډېر مطابقت درلود چې د خپل ملګري هلک د غاړې امېل یې شلولی و.

پولیسو د هغې په اړه څېړنې پیل کړې او پوه شول چې هغه پلار او ورور لري. د هغې پلار کریسټوفر همپټن په داوطلبانه ډول پولیسو ته د خپل ډي ان اې نمونه ورکړه او څرګنده شوه چې د ملاني قاتل دی.

محکمې پرون دغه سړی چې په خپل جرم یې اعتراف کړی، په عمري بند محکوم کړ.

قاتل په دغو تېرو ۳۲ کلونو کې عادي ژوند کاوه او هېڅکله یې له پولیسو سره راشه درشه نه وه کړې، د دویم ځل لپاره یې واده کړی و او له نوې ښځې یې یوه لور لرله.

ورته مطالب