د پاکستان د پخواني لومړي وزير زوى افغانستان کې وژغورل شو

موسی ګیلاني (ښي اړخ ته) له خپل ورور علي حیدر ګیلاني سره له ژغورل کېدو وروسته د انځور حقوق AP
Image caption موسی ګیلاني (ښي اړخ ته) له خپل ورور علي حیدر ګیلاني سره له ژغورل کېدو وروسته

په داسې حال کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني زوی غزني کې ژغورل شوی، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، علي حیدر ګیلاني پکتیکا ولایت کې د 'القاعدې ' شبکې له منګولو ژغورل شوی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، له نړیوالو ځواکونو سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې پکتیکا کې د القاعدې شبکې یوه ډله له منځه یووړل شوه او علي حیدر ګیلاني یې له منګولو خوشی شو.

خبرپاڼه وايي، ګیلاني یې کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارلی دی.

د علي حيدر گيلاني په اړه ويل شوي دي چې د امريکايي او افغان ځواکونو په گډو عملياتو کې له غزني څخه ژغورل شوى.

علي حيدر درې کاله وړاندې د پاکستان د پیپلز پارټۍ انتخاباتي کمپاين پر مهال د پاکستان له ملتان څخه تښتول شوى و.

د طبي معاينو وروسته پا کستان ته د هغۀ د استولو لپاره چمتووالى نيول کيږي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر ته ویلي، افغان ځواکونو او امريکايي ځواکونو په ګډو عملياتو کې ژغورل شوی او په خبره يې علي حيدر ګېلاني د القاعده شبکې له يوې ډلې سره وو.

په غزني کې زموږ خبریال اسدالله بلهار جلالزی وايي، تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د غزني ولایت اړوند ناوې او ګیلان ولسوالیو په ګډه پوله د بهرنیواو افغان ځواکونو له لوري عملیات شوي.

د غزني یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، په عملیاتو کې د ګیلاني سربېره ځینې نور کسان هم خوشي شوي او ژغورل شوي دي.

د سیمې خلک هم وایي د شپې ۱۲ بجې یې په سیمه کې جیټ الوتکو ګزمې کولې. خو په غزني د والي په ګډون ټول لوړپوړي چارواکي ناخبري ښیي.

پاکستاني ټلویزيون چېنلونه ښکاروي، چې په ملتان کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر یوسف رضاګېلاني د کورمخې ته دده پلویان د حیدر ګیلاني په راخوشي کېدو خوشالۍ لمانځي.

Image caption علي حیدر ګیلاني د علي رضا ګیلاني تر ټولو کشر زوی دی.

د علي حيدر ګېلاني د تښتوولو مسؤوليت کومې ډلې قبول کړی نه وو، خو د چارواکو ګومان وو، چې دی پاکستاني طالبانو تښتوولی دی. په ۲۰۱۴ کال کې پاکستاني چارواکو ته د حیدر ګېلاني يوه وډيو په لاس ورغلې وه، چې تر هغه وروسته بیا دوی ویلي وو، تښتوونکي پاکستاني طالبان نه، بلکې نور څوک دي.

تېر کال علي حیدر ګېلاني په لومړي ځل د تښتوونکو لخوا له خپل پلار یوسف رضاګېلاني سره په ټيليفون غږولی و.

د پیپلز ګوند مشر بیلاول بوټو زرداري پر ځپلې ټویټر پاڼې لیکلي، "تښتول شوی په بریالیو عملیاتو کې ژغورل شوی دی".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت منلې ده، چې د علي حیدر ګیلاني د خوشي کېدو په اړه افغان امنیتي ځواکونو خبر ورکړی دی.

Image caption علي حیدر ګیلاني د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې د پنجاب ایالت د اسمبلۍ څوکۍ خپلولو لپاره هم مبارزه کوله.

علي حیدر ګیلاني د علي رضا ګیلاني تر ټولو کشر زوی دی. یوسف رضا ګیلاني له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۲ پورې د پاکستان لومړی وزیر و.

نوموړي د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې د پنجاب ایالت د اسمبلۍ څوکۍ خپلولو لپاره هم مبارزه کوله. علي حیدر ګیلاني د ناپېژاندو وسله والو له خوا د ۲۰۱۳ کال مې میاشت کې له عمومي ټاکنو دوه ورځې وروسته له ډزو پس تښتول شوی و.

د نوموړي د تښتونې پړه په مشکوک ډول پر پاکستاني طالبانو اچول شوې ده، چې د پیپلز پارټۍ حکومت او ځینو نورو سیکولنر ګوندونو ته یې د ټاکنو پرمهال ګواښونه کړي وو.

پاکستان کې د اورپکو ډلو له خوا تښتونه پر حکومت د فشار یوه وسیله ګرځېدلې ده، چې په لړ کې یې دوی د خپلو فعالیتونو لپاره د تښتونې مقابل کې پیسې ترلاسه کوي.

Image caption یوسف رضا ګیلاني له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۲ پورې د پاکستان لومړی وزیر و.

په تېره مارچ میاشت کې، د پاکستان پنجاب د پخواني وژل شوي والي سلمان تاثیر تښتول شوی زوی ژوندی وموندل شو، د هغه پلار نژدې پنځه کاله وړاندې په لاهور کې ووژل شو.

شهباز تاثیر د پاکستان شمال کوټه کې د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې د پولیسو له خوا وژغورل شو. د نوموړي له موندل کېدا څو ورځې وړاندې د ده د پلار قاتل او د هغه ساتونکی ممتاز قادري اعدام شو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د شهباز تاثیر له موندل کېدا څو ورځې وړاندې د ده د پلار قاتل او د هغه ساتونکی ممتاز قادري اعدام شو