غني: بېلابېلو لاملونو افغانستان تر ټولو فاسد هېواد ګرځولی

د انځور حقوق AP
Image caption ولسمشر غني وايي، دی نه غواړي چې ډېوېډ کامیرون دې د افغانستان د فساد په تړاو د شویو څرګندونو بښنه وغواړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني بي بي سي ته ویلي په لوېدیځو هېوادونو کې د نشه يي توکو ناقانونه غوښتنې په افغانستان کې د فساد ډېرېدو لامل شوې دي.

ښاغلی غني چې په لندن کي د فساد پر وړاندې نړیواله سرمشریزي کې ګډون کوي، وايي افغان دولت د دې ستونزې حل کېدو ته ژمن دی، خو همکارۍ ته اړتیا لري.

هغه وايي بېلابېل لاملونه سره یوځای شوي او افغانستان يې په نړۍ کچه تر ټولو فاسد هېواد جوړ کړی دی.

وړاندې، د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون د فساد پروړاندې د نړیوالې غونډې له جوړېدا مخکې ویلي وو، افغانستان او نایجیریا "فوق العاده فاسد" هېوادونه دي.

نوموړي داخبري د رسنیو په مخ کې وکړي.

ولسمشر غني وايي، دی نه غواړي چې ډېوېډ کامیرون دې د افغانستان د فساد په تړاو د شویو څرګندونو بښنه وغواړي.

ښاغلي غني، چې د بي بي سي د (نن پروګرام) له خبریالې میشل حسین سره خبرې کولې، ومنله چې افغانستان "د ځمکې پر سر له لویو فاسدو هېوادونو دی".

ده زیاته کړه، افغانستان او بریتانیا د فساد د "سرطان" له منځه وړلو پروړاندې دوه شریکان وو، خو د فساد ډېرېدو یو لامل په لوېدیځ کې د نشه یي توکو عادت و.

د انځور حقوق Getty

د بريتانيا لومړی وزير ډېوېډ کمېرون به د مۍ پر ۱۲ نېټه د فساد پر ضد غونډې کوربتوب کوي، چې د فساد پر ضد د نړيوالو ګامونو په اړه به په کې بحث وشي.

دغه کنفرانس د پاناما اسنادو له افشا کېدو څو اوونۍ وروسته ترسره کېږی او د يو شمېر هغو هېوادونو مشران به هم په دې غونډه کې ګډون کوي چې نومونه يې د پاناما په افشا شويو اسنادو کې راغلي دي.

په لندن کې د فساد پر ضد په سږنۍ نړیواله سرمشریزه کې د فساد له منځه وړل، په فساد کې د ښکیلو کسانو مجازات او د فساد پر وړاندې د يوه ګډ پلان جوړول د بحث موضوګانې ټاکل شوي دي.

په دغه غونډه کې به د فساد له منځه وړلو لپاره پر داسې قوانينو بحث وشي چې کمپنۍ به له ناسمې لارې ترلاسه شويو پيسو د څښتن نوم له حکومته نشي پټولی.

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامېرون د دغه کنفرانس له جوړېدو دوې ورځې وړاندې افغانستان او نايجريا ډېر "فاسد" هېوادونه بللي وو.

ښاغلي کامېرون ويلي وو ''په فساد کې د خورا ښکېلو هېوادونو یوشمېر مشران بریتانیا ته راځي، چې په کې د افغانستان او نایجریا مشران شامل دي، دغه دوه داسې هېوادونه دي، چې ښايي د فساد کچه په کې د بل هر هېواد پرتله لوړه وي".

نوموړي دغه څرګندونې د بريتانيا ملکې ته کړې وې.

له فساده اغېزمنو هېوادونو، په هغه نوملړ کې چې د شفافيت نړيوالې ادارې، ټرانسپرنسي انټرنشنل چمتو کړی افغانستان په ۱۶۷ نمبر، وروسته شمالي کوريا او سوماليا ځای لري.

نايجريا په ۱۳۶ ځای کې ده.

افغان ولسمشر اشرف غني هم د فساد پر وړاندې نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه بریتانیا ته تللی دی.

د انځور حقوق ARG
Image caption افغان ولسمشر اشرف غني په دې غونډه کې د ګډون لپاره لندن ته تللی

ښاغلي کامېرون ویلي له اوږدې مودې راهیسې فساد سره د مبارزې څرنګوالي په اړه په دودیز ډول ډېر څه نه ویل کېدل، خو وايي په ګډه به موږ وکولای شو له فساد سره مبارزې ته د نړیوالو مسایلو اجنډا په سر کې ځای ورکړو، چې همدغه یې ځای دی.

د بريتانيا لومړی وزير ډېوېډ کامېرون يو له هغو مشرانو دی، چې د بهرنيو کمپنيو په ذريعه د پيسو پټولو پر وړاندې يې غږ پورته کړ. د پاناما په افشا شويو اسنادو کې د نوموړي د پلار د نوم رابرسېره کېدو سربېره ښاغلي کامېرون څو ځله د شتمنيو د پټولو پر خلاف خبرې کړې دي.

بريتانيا له ۲۰۱۰ کال راهيسې د بهرنيو کمپنيو له لارې له ماليې څخه د تښتې پر ضد ګامونه پيل کړي، چې له امله يې لږ ترلږه دوه ميليارده پونډه بېرته ترلاسه کړي دي.

ورته مطالب