"نړۍ دې د فساد له منځه وړلو کې افغانستان سره مرسته وکړي"

په لندن کې د فساد پر وړاندې نړيوال کنفرانس كې د افغانستان په گډون شپږو هېوادونو په دې هوکړه کړې چې وروسته له دې به د هغو ټولو کمپنیو د څښتنانو نومونه افشا کوي چې د دوی په هېوادونو کې په سوداګرۍ بوخت دي.

د بي بي سي خبریال پاینده څرګند چې دغه کنفرانس ته ورغلی و، په خپل رپوټ کې کاږي، چې دې يو ورځني نړیوال کنفرانس کې ډېرو سیاسي مشرانو له دې سر ټکاوه چې نړۍ کې د فساد یو لامل دا دی چې وايي د ډېرو لویو سوداګریزو کمپنیو څښتنان نه دي معلوم چې څوک دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل فساد یوه نړیواله لېږدېدونکې ناروغي ده چې د مخدره توکو او د انسان له قاچاق او همدارنګه له ترهګرۍ سره مرسته کوي.

د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامېرون بیا وویل په نړۍ کې هېڅ هېواد نشته چې پکې فساد نه وي خو مهمه دا ده چې ټول بنسټونه باید لاس په کار شي او د له منځه وړلو لپاره یې هڅې وکړي.

افغان ولسمشر او د نایجیریا ولسمشر دواړو، چې هېوادونه یې څو ورځې وړاندې د لومړي وزیر ډېوېډ کاميرون له خوا د نړۍ تر ټولو ډېر فاسد هېوادونه بلل شوي وو، منلې چې د دوي هېوادونو کې فساد شته خو داسې لاملونه یې په ګوته کړل چې نړۍ یې په له منځه وړلو کې له دوی سره لویه مرسته کولی شي.

د نایجیریا ولسمشر محمد بوهاري ویلي چې بریتانیا دې له دوی سره مرسته وکړي چې له دغه هېواده د هغو نایجیریايي چارواکو پیسې بېرته ورستنې کړي شي چې د فساد له لارې یې ترلاسه کړې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني په خپل هېواد کې د فساد یو لوی لامل دا وباله چې په لوېدیځو هېوادونو کې د نشه يي توکو ناقانونه غوښتنې افغانستان کې د فساد ډېرېدو لامل کېږي.

ښاغلي غني د فساد د له مینځه وړلو لپاره خپل چمتو والی څرګند کړ خو وايي افغان دولت نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري.

ښاغلي کاميرون وویل د یو شمېر هېوادونو قانونونه هم د فساد پر وړاندې وضاحت نه لري چې په دې برخه کې باید کار وشي.

د فساد پر وړاندې کمپاین کوونکې ډلې، نړیوالې روڼتیا غړې رېچل ډېوّېس بي بي سي ته وویل لندن کې د شتمنیو بازار د فساد لپاره یو چاپېریال ته وده ورکوي.

په افغانستان کې دفساد د اغيزو له امله د کورد ننه او بهر ديرې نيوکې کيږي، د افغانستان د ملي تدارکاتو د ادارې رئیس یما یاري بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې فساد يو اوږد مهاله اغېز لري.

ده زياته کړه" تاسې باور وکړئ چې په بېلابېلو دوسیو او قراردادونو کې په تېرو کلونو کې داسې خیانتونه تر سره شوي چې اغېزې یې تر اوسه شته او د هغو کارونو پاکول چې په تېرو کلونو کې شوي کېدی شي کلونو کلونه ونیسي".

ښاغلي یاري د فساد پر وړاندې د افغان دولت د عملي ګامونو یوه بېلګه همدا د تدارکاتو د ریاست او کمیسیون رامنځته کېدل بولي او وايي "له کله راهیسې چې د تدارکاتو اداره او کمیسیون چې د دولت نژدې ۵۰ سلنه قراردادونه د دې ادارې له لارې څارل کېږي، منځ ته راغلي چې تېر یو نیم کال کې یې ۱۴.۵ میلیارده افغانۍ د دولت له لګښتونو سپمولي".

د تدارکاتو د کمیسیون مشري پخپله ولسمشر غني پر غاړه لري چې له چارواکو د قراردادونو په هکله پوښتنې کوي او څاري يې او فساد کې د ښکېلتیا په صورت کې یې د ښاغلي یاري په وینا له دندې ګوښه کوي.

دغه کنفرانس د افغانستان په شان هېوادونو ته داسې یو فرصت دی چې د فساد پر وړاندې نه یوازې د خپل هېواد هوډ او پلانونه څرګند کړي، بلکه د نړیوالو ژمنه هم ترلاسه کړي چې نور په فساد ښکېلو خلکو هویت پت ونه ساتي.